بایننس(ډیجیټل صرافي)

لیګنه: استاد سید احمد فدا

دا یو پلیټ فارم نوم دی چي په انلاین ډول سره استفاده کیږي په دغه پلیټ فارم کي د کریپټو کرنسۍ تبادلې کیږي. چي په ساده ژبه ورته د ډیجیټلي پیسو صرافي ویلای شو.
د Binance څخه په دوه ډول استفاده کولای سو
اول: داچي په افغانستان د نړیوال بانک په نشتون کي افغانان د پیسو په انتقال کي د ګڼو ستونزو سره مخ دی نو Binance یو ښه بدل دی چي خپلي پیسې د یو ځای څخه بل ځای ته انتقال کړو. که چي تاسي په دغه مفهوم ورڅخه استفاده کوئ نو هیڅ ستونزه نشته.
دوهم: تجارت ( انلاین صرافي )
Spot:
تاسي کولای شئ چي په Binance کي یوه کرنسي په هغه وخت کي رانیسئ چي ارزانه وي او کله چي هغه کرنسي ګرانه سي بیا یې وپلورئ دلته به تاسي معلومه اندازه ګټه پورته کوئ دا چي ستاسي پیسې هرڅومره ډېري وي په هغه اندازه به ګټه پورته کوئ.
یادونه: په Binance کي تر 360 څخه زیاتي کرنسیاني موجود دي
Future:
په Binance کي د Future په نوم یو option شته چي په هغه کي هم تاسي کولای شئ چي virtual کرنسیانو کي Buy & sale وکړئ که چیري تاسي Meta-5 او Meta-4 استفاده کړی وي نو تقریبآ کار یې په هغه ډول دی خو دلته بیا د اسلام له نظره یو څه ستونزي شته ځکه دلته تقریبآ سود ته ورته کار کیږي چي په یو ځل به دي یا موړ او یا مړ کړي خو زیاته فصدي یې مړه کیږي یعني تاوان کوي.
ولي باید د تجارت ( Trading ) په هدف سرمایه ګزاري ونه کړو؟
دا ټوله په مثال کي درته واضح کوم
که چیري تاسې په دې فکر سرمایه ګزاري کوئ چې تاسي به یوه ډیجیټلي کرنسي رانیسئ او کله چي ګرانه سي بیابه یې وپلورئ او تاسي به معلومه اندازه ګټه ترلاسه کړئ نو دا ستاسي لپاره ښه لاره نه ده. ځکه تاسژ به یوه اندازه کرنسي رانیسئ مثلا د 500 ډالرو ده کله چي هغه ګرانه شي ستاسي دغه 500 ډالره به په 800 ډالره بدل سي خو تاسي یې بیا هم نه پلورئ ځکه تاسي به هغه وخت دا فکر کوئ چي پرېږده دا نوره هم ګرانیږي چي شاید 500 ډالره به په 1000 ډالره بدل سي خو بیا به په لږ وخت کي ستاسې د غه 500 ډالره په 100 ډالره بدل سي ځکه دلته کرنسیاني پر یوه حالت نه دي ولاړي پورته او کښته کیږي بیا به تاسي په دغه وخت کي داسي بیره احساس کړئ چي دا غه 100 ډالره د لاسه ورنکړم نو خپله رانیول سوې کرنسي به خرڅه کړئ چي دغه وخت کي به تاسي پوره 400 ډالره تاوان کړئ وي. خو انسان ډېر حرص دی بیا کوښښ کوي چي که ګټه نه وي نو لږ تر لږه باید خپلي 400 ډالره لاسته راوړي خو چي هرڅه فکر وکړي بله لاره نه وي بغیر له Future څخه په Future کي ممکن دی چي دغه 100 ډالره په یوه ورځ کي په 500 ډالره بدل شي او یا هم په 0 کي ضرب سي چي دا ټولي هغه تجریبې دي چي ما د مختلیفو هغو کسانو څخه راټولي کړي دي چي په دغه پلیټ فارم کي یې کار کوئ دلته د هغه کسانو څخه یوه هم ګټه نده کړې کوم چي زه یې پېژینم.
هغه چي وایي موږ تاسي ته د Binance او Cryptocurrencies کورس جوړوو.
دوئ خپله په دغه برخه کي کاپي اندازه معلومات نلري، هلته دوئ فقط دا غه خبره درته کوي چي تاسي باید سګنلونه رانیسئ.
سګنلونه: سګنل دا یو ټیم دی چي په ټلیګرام کي یې ګروپ جوړ کړی وي او تاسي ته خبر در کوي چي کومه کرنسي په کوم وخت کي رانیسئ او په کوم وخت کي یې باید وپلورئ. سګنل ورکونکی ټیم ستاسي څخه میاشتانه تر 100 ډالره پوري فیس غواړي. خو که په ساده نظر ورته وګورو نو دا ښه خبره ده چي تاسي ته دومره معلومات درکړي چي ګټه وکړئ ځکه په کریپټو کرنسي کي په میاشت کي دا 100 ډالره عادي خبره ده خو خبره دلته خرابه ده چي فرضآ دوئ به تاسي ته د ورځي 5 سګنله درکړي خو بیا هم دوئ درته وایي چي موږ په د غه 5 سګنله کي فقط د 2 سګنله ضمانت کوو نو 3 که تاوان سي د هغوئ ضمانت نکوي دا چي دوئ د کوم دوه زمانت کوي هغه هم نه سي درته ویلای.
نو په تکرار سره درته وایم چي کوم کسان زه پېژینم د کلونو راهیسي پکښي اخته دي په څو کلونو کي یې خپل 1000 ډالره په 3000 ډالره بدل نکړه او نه یې هم موټرسایکل په موټر بدل شو.

استاد سید احمد فدا

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button