دولت وزیري: د ټرمپ چې تېر ځل تېښته یاده وي؛ بیا به شا ته را و نه ګوري

عزم (دوشنبه ۱۱/۲/۱۴۰۲): د تېر نظام پر مهال د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري چې د خپلو کمزورو څرګندونو او ناسمو معلوماتو خپرولو لپاره مشهور و؛ وايي: که د پخواني امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر ځل تېښته یاد وي؛ نو دا ځل به شا ته را و نه ګوري.
نوموړي په خپلې رسمی ټویټر پاڼې لیکلي: «ټرمپ وايي: دا ځل که جمهور رئیس شوم، له طالبانو به ټوله وسله بیرته واخلم او یو میخ به هم ورته پرېنږدم. ما ویل: هغه تیښته چی ستاسو په یاد وي، دې خوا ته کتل به هم درته ستونزمن وي.»
وزیري وړاندې لیکي: اول فکر او بیا عمل دی؛ خو چیرته چې اول عمل کیږي او وروسته فکر، پایله یې همداسې وي لکه تیر ځل.»
باید وویل شي چې دولت وزیري د تماس کمیسیون په هلو ځلو بېرته وطن ته را ستون شو.
څو ورځې وړاندې د تېرې ادارې یو شمېر کسانو داسې اوازې خپرې کړې چې نوموړی په کور کې نظر بند او هوايي ډګر کې احضار شوی؛ خو هغه دا ټولې ادعاوې رد کړې او ویې ویل: «زه په کابل کې په خپل کور کې اوسیږم. څو ځلې د هیواد څخه د باندې د درملنې لپاره لاړم او بیرته راغلم. زما څخه په هوايې ډګر کې چا پوښتنه هم ونکړه چې چیرې ځي او یا ولې ځې؟»