دسود خوړلو حرمت

لیکنه سید سلیمان ندوی رحمه الله : زباړه مولوي ابو فیصل شینواری

 دسودخوړل هم دهغو بدو اخلاقو څخه يو بد شى دى چې دغه شى د عربو په پلو او رګونوکې ځاى نيولى و، له دې کبله ددې بد شي دحرمت په هکله هم دحرمت احکام په ډېرتدريجي ډول نازل شول، قريش په عمومي ډول تجارت پېشه اوسوداګر خلک و، په قريشو کې چې کوم خلک بډايان او دولتمن سوداګر وو؛ هغو به غريبو خلکو اوناچارو بزګرانو ته په ډېر درندو شرطونو په سود پورونه ورکول اوترڅو چې به يې پور نه و خلاص کړى نود سود روپۍ به يې په اصل پانګه اوسرمايه هرکال زياتولې په خپله دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم تره حضرت عباس رضی الله عنه ( داسلام نه وړاندې ) ډېر لوى سود خور و، هرکله چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته تشريف راووړ نوپه دغه وخت کې ديهوديانو تاجرانو په سبب په مدينه منوره کې دسودډېرقسمونو رواج درلود،کله چې دوى دسود دغه ډېرقِسمونه وليدل لومړى حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د سرو او سپينو زرو په پور پېرېدلو او پلورلو ته سود ووايه، له دې نه وروسته په دوه چنده او څلور چنده ډول د سود داخيستلو ممانعت وشو او دا آيت نازل شو: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 130) [ سورة آل عمران ] مسلمانانو! دوه چنده اوڅلور چنده سود مه خورئ اودخداى نه بېره وکړئ چې خلاصى ومومئ.

له دېنه وروسته حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دهمجنسو شيانو ديوبل سره په کمولو او زياتولو بدلول منع کړل، په اووم هجري کال کې دخيبردغزا په وخت کې مسلمانانو ديهوديانو سوداګرو سره په ورکړه راکړه اومعامله پيل وکړ ، په دغه وخت کې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دا اعلان وکړ چې دسرو زرو د طلا او اشرفۍ دنرخ ښکته اوپورته کول اوپه دې ډول دهغو پلورل سود دى، دسود دحرمت په هکله تفصيلي حکمونه په اتم هجري کال کې نازل شو، دآل عمران نه وروسته په سورة بقره کې دټولو نه لومړى دا آيت نازل شو: (الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ) [سورة بقره ] کوم خلک چې سود خوري هغوى به داسې دريږي لکه چې شيطان څوک لېونى کړى وي، له دې کبله چې هغوى وايي چې دبيع او سود معامله يوه ده، خداى پاک خو بيع حلاله اوسود حرام کړى دى،نو چاته چې دخداى له خوا دنصېحت خبره ورسېده اوهغه منع شو نوهغه بايد هغه څه واخلي چې لومړى يې ورکړي وي.

خلکو به دا اعتراض کاوه چې سود هم يوډول تجارت دى اوهرکله چې تجارت روا دى نو سود څنګه حرام دى، ددې سوال اوځواب خوبه دکتاب په نورو برخوکې رشي، په دې ځاى کې يواځې دسود دحرمت په تاريخ بحث کوو،په هرحال پهدې آيتکې هم دسوددقطعي حرمت فيصله ونه شوه، آخر دلږې وقفې نه وروسته يعنې غالباً په اتم هجري کال کې دا آيت نازل شو: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ 278 فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ 279) [ سورة بقره ] مسلمانانو! دخداى پاک نه وېره وکړئ اوکوم سود چې باقي پاتې شوى دى هغه پرېږدئ، که تاسې ريښتيني مسلمانان ياست که دانه کوئ نودخداى اورسول سره دجنګ له پاره تيار شئ که منع شئ نوتاسې دخپل راس المال حق لرئ مه تاسې په چا ظلم کوئ اونه دې په تاسې څوک ظلم وکړي.

هرکله چې دا آيت نازل شو نوحضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم نو حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په مسجد کې ټول خلک سره راغونډ کړل اوداحکم يې ورته واوراوه.

په نهم هجري کال کې چې دنجران خلکو سره دروغې کومې معاهدې وشوې په هغو کې يوماده داهم وه چې سود به نه اخلي، دلسم هجري کال د ذى الحجې په مياشت کې دحجة الوداع په وخت کې ددې آيت په نازلېدلو اول دعربو په ټول هيواد کې چې دسودڅومره معاملې وې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هغه ټولې کاالعدم وګڼلې. حضرت ابن عباس رضی الله عنه وايي چې دسود دحرمت حکم داسلام داحکامو په سلسله کې دټولو نه وروستۍ کړۍ ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button