د جلال آباد ډله ییز برید پنځه ساعته وروسته پای ته ورسېد
تېر ماښام شاوخوا ۱۱ بجې پنځه تنه سرتېرو بریدګرو جلال آباد ښار کې پر امینه قومندانۍ بریدونه ترسره کړل
دننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیاء عبدالزی وایي چې بریدګرو لومړی دوې موټر بم چاودني ترسره کړې او ورپسې یې جګړه پيل کړه
د جلال اباد د ملکي روغتون رییس ډاکټر همایون زهیر وايي، تراوسه ورته لس پولیس په ټپي حالت کې وروړل شوي دي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دسیمي خلګ وایي دا چې چاودني ډېري زوروري وې په کورونو کې دشیشو له امله پنځه تنه ماشومان ټپيان شوي دي
دکورنیو چارو دوزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې څلور بریدګر وژل شوي او یو هم دوی ژوندی نیولی دی
دبرید پړه وسلوالو طالبانو منلې ده خو داوښتو تلفاتو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي
جاوید احمد