پاکستاني طالبان، دداعش مشر ابوبکر بغدادی شرعی خلیفه نه دی

تحریک طالبان پاکستان په یوه ۹۱ مخیزه بیان کي ویلي، چي دداعش  مشر ابوبکر بغدادي شرعی خلیفه نه دی او بیعت کول يې په هیچا لازمي نه دی.

په دغه بیان کي ویل شوي، چي  دابوبکر بغدادي دخلافت اعلان له ټولو شرعي دلائلو څخه خلاف دی او په هيڅ شرعی دلیل  بناء نه دی.

ویل شوي، چي دخلافت لپاره دټول امت اتفاق او یاداهل حل وعقد اتفاق او یا دجمهورو اهل عقدو اتفاق شرط دی، چي دابوبکر بغدادي دخلافت لپاره دا یوشرط هم موجود شوی نه دی، نوځکه يې خلافت شرعی نه دی.

په دغه بیان کي دابوبکر بغدادي خلافت داهل السنة والجماعة له عقيدې څخه خلاف بلل شوی دی، دابوبکر بغدادي خلافت دخلافت راشده څخه هم مخالف بلل شوی دی.

دابوبکر بغدادي  داعلان شوي خلافت په اړه ویل شوي، چي هغه په شرعی طریقو سره نه دی ټاکل شوی.

دپاکستاني طالبانو له لوري په دغه بیان کي ویل شوي، چي دخلافت لپاره دیوڅو کسانو بيعت بسنه نه کوي، بلکه دامت زیاته برخه به پرې خوښه وي او په ابوبکر بغدادي یوازي خپله ډله خوښه ده او هغوی بیعت ورسره کړی دی او پاته ټول امت بیعت نه دی ورسره کړی.

دابوبکر بغدادي دخلافت دبطلان په اړه دنورو دلائلو ترڅنګ ویل شوي، چي هغه ځکه خلیفه نه دی، چي دامت حقوق نشي ادا کولای او دا په خلافت کي شرط دی، په دې لړ کي ویل شوي، چي ابوبکر بغدادي دخپل خلافت اعلان په داسي سیمو کي کړی، چي هلته بالفعل طاغوطي نظامونه واکمن دي، چي په اسلامي تاریخ کي ددغې ډول کړني مثال نه دی لیدل شوی.

په بیان کي زیاته شوې، چي دابوبکر بغدادي واک قاصر دی او دبغدادي خلافت دامت دیووالي په ځای دامت داختلاف سبب ګرځېدلی دی.

په ټوله کي تحریک طالبان پاکستان دابوبکر بغدادي دخلافت دبطلان لپاره ۲۳ واړه او ستر دلائل ذکر کړي دي.

په دغه رسائله کي دابوبکر بغدادي دخلافت په بطلان ددلائلو څنګ دداعش په کړنوهم نیوکي شوي دي، په بیان کي ویل شوي،  چي دداعش له لوري دزیارتونو نړول دفرقه يي جګړې اور ته لمن وهي او زیات زیانونه لري،  په دې برسېره ویل شوي، چي داعش دشیعه وو په وژلو سره ځان ته نوي محاذونه خلاص کړي دي، چي باید دا نوای شوي او یوازي او یوازي له نظام او بهرنیانو سره يې جګړه کړې وای.

پاکستانې طالبانو زیاته کړې، چي ابوبکر بغدادي سوريې ته دخپلو وسله والو په ليږلو او دخپلي جګړه ييز ساحې په پراخولو سره  دمجاهدینو په منځ کي اختلافات راوټوکول او خپل منځي جګړې پيل شوې، چي په ترڅ کي يې زیات شمېر کسان ووژل شول او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

دداعش له لوري داسلامي خلافت په اعلانولو او دنورو اسلامي ډلو په منحل کولو هم نیوکه شوې ده، ویل شوي، چي دداعش له لوري داسلامي خلافت په اعلانولو او دخپلي ډلي په پراخولو سره دنړۍ یوشمېر اسلامي ډلي په ټوټو وویشل شوې او خپل منځي جګړې يې ترمنځ راپيل شوې.

په دغه خپاره شوي بیان کي په هغو کړیو هم نیوکه شوې، چي تعصب راپورته کوي او په هر چا دکفر او شرک او منافقت ټاپې لګوي.

په بیان کي دجهاد اړتیا په ګوته شوې او پکي ویل شوي، چي جهاد به تر قیامته روان وي.

پاکستاني طالبانو په دغه بیان کي دافغانستان ، امارت اسلامي او القاعدې په اړه هم څرګندوني کړي دي او ويلې دي،  چي دشوروي اتحاد تر ماتي وروسته دتنظمونو ترمنځ جګړې  او دواک خلا رامنځ ته شوه، چي دغه خلا دطالبانو مبارک اسلامي تحریک ډکه کړه او  دطالبانو دجهاد اغېزه په ټوله اسلامي نړۍ ولويدله.

پاکستاني طالبانو داسلامي امارت او دالقاعدې داسلامي تنظیم دکړنو او منهج ستاينه کړې او په خپل بیان کي يې داسلامي امارت او دالقاعدې داسلامي تنظیم جهادي بهیر ډیر ستایلی او غوره يې بللی دی.

پاکستاني طالبانو ویلي، چي دغه بیان يې ځکه نشر کړ، چي ترڅو دهغو هڅو مخنیوی وشي، چي دداعش کسان نورو مجاهدینو ته وايي، چي جهاد يې دداعش له اعلان شوي خلافت څخه بهر نه قبلیږي.

په لاندي ورکړل شوي لینک کولای شئ د رسالې بشپړ متن ولولوئ

https://umarmedia.files.wordpress.com/2015/05/ttp-moqif-about-is-in-pashto.pdf

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button