اشرف غنی غواړي دکندهار امنیه قومندان عبدالرازق له دندي لري کړي

دامریکانیويارک ټائم ورځپاڼي ليکلي، چي افغان ولسمشر اشرف غنی غواړي دچارواکو دتبدلیو په ترڅ کي  دکندهار امنیه قومندان عبدالرازق له دندي لري کړي او په ځای یې کندهار ته نوی امنیه قومندان وټاکي.

ورځپاڼي لیکلي، عبدالرازق چي له بشري حقونو څخه په سرغړونو او دمخدره موادو په قاچاق کي په لاس لرلو تورن دی ولسمشر غنی غواړي چي دخپل دولت دحیثیت دلوړولولپاره هغه له خپلي دندي لري کړي.

نیويارک ټائم ليکلي، چي دامریکايي پوځیانوله لوري روزل شوی دسرحدی پولیسو ځوان افسر عبدالرازق چي دپخواني ولسمشر دباور وړ او اوس یو شتمن سړی دی په ولسي وګړو کي ویره خپره کړې ده.

دنیويارک ټائم په باور، چي عبدالرازق اوس له یوه داسي حالت سره مخ دی، چي هغه پخوا ورسره عادت نه وو ویره او اندېښنه.

نیویارک ټائم ورځپاڼي ليکلي، چي عبدالرازق په دې باور دی، چي دی به دنویو بدلونونو له لړۍ څخه ونه ژغورل شي.

دیادوني وړ ده، چي جنرال عبدالرازق په ظلم او وحشت کي زیات نوم لري او دبشري حقونو دسازمانونو له لوري  له بشري حقونو څخه په سر غړونه تورن دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button