دويمه لويه ګناه قتل ( وژنه )

را ټولونکی : حماس افغان

خداى جل جلاله فرمايلي دي:وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (93)
څوك چې يو مومن په قصداً ووژني نو سزا يې دوزخ دى چې د تل لپاره به په كې استوګن وي او خداى جل جلاله ورباندې قهركړى دى، رټلى يې دى او ستر عذاب يې ورته چمتو كړى دى.
خداى جل جلاله په بل ايت كې فرمايلي دي :وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا (69) إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً …(70)
ژباړه : او هغوى چې د خداى جل جلاله سره بل خداى نه رابولي او نه هم پرته د حق نه هغه كس وژني چې خداى جل جلاله يې وژنه حرام كړې ده او نه زنا كوي او څوك چې داسې كار وكړي هغه به خپله ګناه مومي ، د هغه دپاره به دقيامت په ورځ عذاب دوباره كړي او همېشه به په كې خوار او ذليل پروت وي .مګر توبه وباسي ، ايمان راوړي او نيك عمل وكړي .
خداى جل جلاله فرمايلي دي : مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا…(32) له همدې امله مو په بني اسرائيلو باندې دا فرمان ليكلى وو چې هر چا يو كس د بل كس له بدلې او يا په ځمكه كې له فساده پرته ووژلو نو ( وګڼئ ) چې ټول انسانان يې وژلي دي .خداى جل جلاله فرمايلي دي : وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ(8)بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ( 9) كله چې د ژوندۍ ښخې شوې جينۍ څخه وپوښتل شي چې په څه ګناه وژل شوې ده؟
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اجتنبوا لسبع الموبقات ) كقتل النفس التى حرم الله الا بالحق وقال رجل للنبى صلی الله علیه وسلم اى الذنب اعظم عندالله تعالى ؟ قال : ( ان تجعل الله نداً وهو خلقك) قال : ثم اى ؟قال : ( ان تقتل ولدك خشية ان يطعم معك ) قال: ثم اى؟ قال: ( ان تزانى حليلة جارك)
ژباړه: ( داوو تباه كوونكو څخه ځانونه وساتئ لكه ديوداسې كس وژل چې وژنه يې خداى جل جلاله حرامه كړې وي ، بيا يو كس رسول الله ته وويل : د خداى جل جلاله په وړاندې كومه ګناه لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : چې دخداى جل جلاله سره شريك ونېسې په داسي حال كې چې ته خداى جل جلاله پيدا كړى يې بيا يې وويل بيا كومه ګناه لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ( چې دلوږې د ډاره اولاد ووژنې ) بيا يې وويل بيا كومه ګناه لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ( د ګاونډي د ښځي سره زنا وكړې )
خداى جل جلاله د دې خبرې پخلۍ په قرانكريم كې كړى دى: (وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ ) ( او هغوى چې د خداى جل جلاله سره بل خداى نه رابولي او نه هم پرته د حق نه هغه كس وژني چې خداى جل جلاله حرام كړى دى او نه زنا كوي ).
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اذا التقى المسلمان بسيفيهما فالقاتل والمقتول فى النار ) قيل : يارسول الله صلی الله علیه وسلم ، هذاالقاتل فما بال المقتول؟ قال : ( لانه كان حريصاً على قتل صاحبه ) ( دوه مسلمانان چې د يوبل د وژلو په تكل په يوبل پسې تورې راوباسي دواړه دوزخيان دي يوه كس پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته وويل اى د خداى جل جلاله پېغمبره ! قاتل ( وژونكى ) خو ګناهګار دى د مقتول ( وژل شوي ) نو څه ګناه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : (چې وژل شوي كس خو هم د دې بل پسې ( په دې نيت ) توره را اېستلې وه چې وې وژني .)
امام ابو سليمان الخطابي وايي : ( دا په هغه حال كې وي چې داوړه د يو مقصد دپاره نه جنګيږي يعني ديو بل سره په ضد ( دښمنۍ ) ، تربورګلوۍ ( قوميت ) ، ددنيا په لټه ،په چوكۍ او يا په سرلوړۍ ( لويى او مشرۍ ) باندې وجنګيږي او مړه شي . ) او هغه څوك چې د باغيانو سره د ځان د د ساتنې او يا عزت په خاطر جنګ وكړي مړشي او يا باغي ووژني هغه د دې حديث په حكم كې نه راځي ، ځكه چې هغه ته د ځان ساتنې له پاره د جنګ امر شوى دى ، څوك چې د مسلمانانو باغيانو او شوكمارو ( قطاع الطريق ) سره جنګيږي هغوى د باغيانو د وژلو په هڅه كې نه وي ، كه چيرې باغي د بغاوت څخه لاس واخلي او يا توبه وباسي د هغه د وژلو يا ورسره د جنګ كولو حق هيڅوك نه لري او كه څوك د دې په خلاف څوك ووژني هغوى د دې حديث په حكم كې شامل دي .( والله اعلم )
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (لا ترجعوا بعدى كفاراً يضرب بعضكم رقاب بعض ) اى مسلمانانو زما د وفات څخه وروسته مه كافرانيږى چې ځينې د ځينې نورو څټونه ووهى .
پېغمبر صلی الله علیه وسلم په بل حديث شريف كې فرمايلي دي : ( لا يزال العبد فى فسحة من دينه مالم يصب دماً حراماً ) يو كس ترهغه پورې په خپل دين باندې وي تر څوپورې يې چې حرامه وينه تويه كړې نه وي ) پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اول مايقضى بين الناس يوم القيامة فى الدماء ) د قيامت په ورځ باندې به دخلكو په مينځ كې لومړى حساب د ويني كيږي.
يو حديث شريف د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روايت شوى دى وايي : ( لقتل مومن اعظم عندالله من زوال الدنيا ) د يو مسلمان كس وژنه د خداى جل جلاله په وړاندې د ټولې نړۍ دختمېدو څخه ډېر ارزښت لري . پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( الكبائر الاشراك بالله وقتل النفس واليمن الغموس ) دخداى جل جلاله سره شريك نيول ، وژنه او غموس ( د دروغو ) قسم دى .

غموس قسم ته ځكه غموس وايي چې قسم كوونكي ته به په دوزخ كې غوټې وركول كيږي .
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( لا تقتل نفس ظلماً الا كان على ابن ادم الاول كفل من دمها لانه اول من سن القتل )
ژباړه: ( په ظلم باندې چې يو كس وژل كيږي د آدم علیه السلام د لومړي ځوى برخه به په كې وي ځكه چې د قتل ( وژنې ) لومړى بنسټ ايښودونكى دى ) دا حديث په صحيحنو كې راغلى دى.پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( من قتل معاهداً لم يرح رائحة الجنة وان رائحتها لتوجد من سيرة اربعين عاماٌ ) څوك چې يو ذمي ووژني د جنت بوى به هم ونه مومي مګر د څلويښتو مترو په واټن كې به يې محسوس كړي . ( په بخاري كې راغلى دى
د يو ذمي ( يهودي او نصارى ) چې په اسلامي دولت كې امن وركړ شوى وي وژل دومره عذاب لري نو د يو مسلمان وژل به لا څرنګه وي ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( الا ومن قتل نفسا معاهدة لها ذمة الله وذمة رسوله فقد اخفرذمة لله ولايرح رائحة الجنة وان ريحها ليوجد من مسيرة خمسين خريفاٌ ) خبردار! چا چې يو ذمي ( چې ذمه يې په خداى جل جلاله او پېغمبر صلی الله علیه وسلم باندې وي ) وواژه په حقيقت كې وژونكي د خداى جل جلاله ذمه ماته كړه ، نو دى به د جنت بوى هم ونه مومي كه چيري يې حس هم كړي نو د پنځوس كالو په فاصله كې به وي . ( دا حديث ترمذي روايت كړى دى )
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( من اعان على قتل مسلم بشطركلمة لقى الله مكتوب بين عينه ايس من رحمة الله تعالى ) ( كه چا د يو مومن په وژلو كې د نيمي خبرې په اندازه مرسته وكړه د قيامت په ورځ به دخداى جل جلاله سره په داسي حال كې وګوري چې په تندى به يې ليكل شوي وي د خداى جل جلاله درحمت څخه ناامېده! ( امام احمد يې روايت كړى دى ).
معاويه رضی الله وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : ( كل ذنب عسى الله ان يغفره الا الرجل يموت كافراٌ او الرجل يقتل مومنا متعمداً )
ژباړه :خداى جل جلاله به ټول ګناهونه ډېر ژر وبخښي مګر د هغه كس ګناهونه به ونه بخښي چې كافر مړ شوى وي او بل هغه كس چې يو مومن قصدًا ووژني ) ( دخداى جل جلاله څخه د بخښنې سوال كوو )

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button