د روژې دیارلسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر روژه زما له پاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او تیرېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له دامه د خلاصېدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده ، نو څومره مراعات یې باید وکړو ! او دا هم دیارلسمه تحفه . لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

پوښتنی :

۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی رسول الله (ص) احمد هم بللی دی ؟

۲ ـ د قرآن مجید لومړنۍ اصلی کاپي چی حضرت عثمان (رض) ترتیب او راغونډه کړې ده ، څو دي او نن چیری پرتې دي ؟

۳ ـ قرآن مجید ټول انسانان پر دوو برخو ویشلی دي ، هغه کوم دي ؟ ( صرف نومونه یې ذکر کړئ ) .

۴ ـ په سورهً البقره کی تر ټولو اول د کوم نبی نوم ذکر سوی دی ؟

۵ ـ سورهً البقره مکي سورت دی که مدني ؟

۶ ـ د رمضان د میاشتی روژې څو ورځی وی ؟

الف : یوه قمري میاشت  ؛

ب : یوه شمسي میاشت ؛

ج : دیرش ورځی ؛

د : ۲۹ ورځی .

۷ ـ سر یا بدن په تیلو غوړول پر روژه څه اثر کوی ؟

الف : مکروه کوی یې ؛

ب : هیڅ هم نه کیږی ؛

ج : ماتوي یې ؛

د : په روژه کی غوړول اجازه نلری .

۸ ـ که د دوږخ مار یا لړم څوک وچیچی نو تکلیف به یې تر څومره مودې دوام کوی ؟

الف : تر لسو کالو ؛

ب : تر شلو کالو ؛

ج : تر دیرشو کالو ؛

د : تر څلویښتو کالو .

۹ ـ د مسلمانانو نماینده د حبشې واکمن نجاشي ته د قرآنکریم کوم آیتونه تلاوت کړل ؟

الف : د سورهً مریم لومړني آیتونه ؛

ب : د سورهً اسرأ لومړني آیتونه ؛

ج : د سورهً کهف آخري آیتونه ؛

د : د سورهً مدثر آخري آیتونه .

۱۰ ـ عمر (رض) د چا څخه قرآن واوریدئ او تأثیر یې پر وکړ ؟

الف : د خپلی خور فاطمې څخه ؛

ب : په خپله د پیغمبر (ص) څخه ؛

ج : د ابوبکر (رض) څخه ؛

د : د حضرت حمزه (رض) څخه .

او دا هم د نن زرین اصل : د مسلمان او مؤمن فرق : مسلمان هغه دی چی الله ومني ، خو مؤمن هغه دی چی د الله ومني !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button