هلمند، مارجه کي نفوذي پولیسو دقومندان په ګډون ۴ پولیس وژلي

دهلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کي دوو نفوذي پولیسو دقومندان په ګډون څلور پولیس وژلي اویو تن یې ټپي کړی دی.

راپورونه وايي، چي یاده پېښه نن سهار څلور بجې دمارجې ولسوالۍ داوی ژرندي په سیمه کي دپولیسو په امنیتي پوسته کي رامنځ ته شوې ده.

طالبانو ویلي، چي برید ددوی دوو تنو نفوذي ملګرو ترسره کړی او دپوستې دقومندان رفیع الله په ګډون يې څلور تنه وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.

ویل شوي، چي له برید وروسته دواړه پولیس له طالبانو سره یوځای شوي دي.

دچارو شنونکي په دې اند دي، چي نفوذي بریدونو دعسکرو په منځ کي بې باوري رامنځته کړې او دغو بریدونو په یوه او بل دعسکرو اعتبار له منځه وړی دی.

دیادوني وړ ده، چي دهیواد په بېلابېلو سيمو کي نفوذي بریدونه زیات شوي، چي حکومت يې په مخنیوي کي پاته راغلی دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button