هم موټر دی هم پـُل او هم بېړۍ ده

ترکي انجینیرانو د پوځ د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر یو ډیر مهم ګام پورته کړ.
د هیواد ملي دفاعي صنایعو د پوځ لپاره داسې یو زریهداره ګاډې جوړ کړی چې د اړتیا په صورت کې په پل او د اړتیا په صورت کې په کښتۍ بدلیږي.
دا زریهداره ګاډی یواځې په یوه دقیقه کې په پل او یا کښتۍ بدلیږي. د هیواد ملي دفاعي صنایعو ددې نوي زریهداره ګاډي د جوړولو سره د پوڅ پر وړاندې یو بل لوی خنډ له منځه یوړ.
دا زریهداره موټر چې د ترکي انجینیرانو لخوا طرحه او ډیزاین شوی دی سل په سلو کې په ځايي امکاناتو جوړ شوی دی .
دا موټر به د هیواد د پوځ قوت او طاقت لا پسې ډیر کړي.
دا موټر د محاربې پر مهال د سیند، سمندر او یا جبې نه په ډیره اسانه توګه ټانکونه او نور زریهداره ګاډي او ځواکونه تیروي.
د یادولو وړ ده چې دا موټر د ۱۳ مترو په اوږدوالي او د ۴ عشاریه ۱ متر په لوړوالي جوړ شوی دی . ددې موټر وزن ۳۶ ټنه دی.
دا موټر د بیولوژیکو، کیمیايي ، راډیولوژیک او اټومي وسلې ضد جوړ شوی دی . دا موټر د شپې لید سیستم سره د شپې په هر ډول تورتم کې دنده ترسره کولی شي.
همداشان دا موټر په ډیرې پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی.
د یادولو وړ ده چې دا ډول موټرې په نړۍ کې یواځې د یو هیواد لخوا جوړې شوي دي چې ترکیه په نړۍ کې دویم هیواد دی چې ددې ډول موټرو خاوند شو.