د روژې په لومړۍ لسيزه کې ۸۰ لکه مسلمانانو د بيت الله زيارت وکړ
مکه مکرمه (عزم چارشنبه١٠ چنګاښ ٩٤)
د سعودي عربستان د حج اوعمرې د ادارې مشر ډاکټر صالح صفر ويلي چې د روژې په لومړۍ لسيزه کې اتيا لکه زيارت کوونکو مسلمانانو د حرم شريف د زيارت شرف حاصل کړ. نوموړي وويل چې دغه شمېره د تېرو کالونو په نسبت ۴۹ سلنه زياته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې له جدې څخه تر مکې مکرمې پورې راتلونکي زيارت کوونکي چې د ترانسپورت څارنه خپله د مکې مکرمې والي خالد فيصل کوله په ۳۸ زره موټرو کې بيت الله شريف ته راغلي دي.
بل لور ته د مسجد حرام د پاکوالي د څانګې مسؤل ماهر الظهراني په هغو روژه لرونکو مسلمانانو چې په حرم شريف کې روژه ماتی کوي غږ کړی چې د روژه ماتي په وخت کې يوازې څو خرما،اب زمزم،او قهوه له ځان سره راوړئ تر څو په حرم شريف کې د چټلۍ مخه ونيول شي.
ديادونې وړ ده چې د روژې په مياشت کې د عباداتو د اجر او ثواب د زياتوالي له امله ګڼ شمېر مسلمانان هڅه کوي چې د بيت الله شريف دزيارت شرف حاصل کړي چې له امله يې په حرم شريف کې ګڼه ګونه زياته وي.
عبداللطيف نظيف