د اندونيزيا دالوتکې د راغورځېدلو له امله ۱۳۳ تنه ووژل شول

download95

جکارتا(عزم چارشنبه١٠ چنګاښ ٩٤)

د اندونيزيايوه پوځي ترانسپورتي الوتکه  د سماټرا له هوايي ډګر څخه د له پورته کېدو څو شيبې وروسته په يوه ابادۍ راغورځېدلې چې له امله يې شاوخوا ۱۳۳ تنه وژل شوي دي.

د اندونيزيا د پوځ وياند دغه (سي ۱۳۰) ډوله الوتکه د تخنيکې ستونزې له امله راغورځېدلې ده. وياند زياته ويلي چې الوتکه د اوسېدو په سيمه راغورځېدلې ده چې له امله يې ۱۳۳ تنه وژل شوي دي.

اندونیزیا کې له دې مخکې هم د پوځي باروړونکو الوتکو غورځېدو پېښې رامنځته شوې دي. ۲۰۰۹ کال کې یوه سي ۱۳۰ هرکولیس ډوله الوتکه له جکارتا نه ختیځ کې جاوا ته پر لاره وه، چې وغورځيده او ۹۷ کسان پکې ووژل شول.

تر دې مخکې اندونیزیايي هوايي ځواک چارواکو ویلي و، چې د پېسو لږوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

 

عبداللطیف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!