داعش، دحماس اسلامي تنظیم به له منځه یوسو.

په یوه نوي ويدیو کي دداعش افراطي ډلي په غزه کي فعال اسلامي جهادي تنظیم حماس ته دله منځه وړلو ګواښ کړی.
دداعش قومندانانو ویلي، چي په راتلونکو کي به دوی دحماس تنظیم خپل هدف وګرځوي.
په ویدیو کي ویل شوي، چي دوی به ډیر ژر له حماس سره جګړه پيل کړي او غزه به ورڅخه ونیسي.
دداعش په بیان کي دحماس په کړنو نیوکي شوي او ويل شوي، چي په اسرائیلو دتوغندیو ویشتل هیڅ هم نه دي او باید څوک پرې خطاء نشي.
دغه بیان په داسي مهال راځي، چي څو ورځي وړاندي په غزه کي دداعش پوري تړلي دعمر حدید ډلي داسرائیلو په وسیله له حماس څخه خپل انتقام واخیست.
دداعش اړوند دعمر حدید ډلي وویل، چي حماس ددوی یو وسله وال وژلی دی، چي دوی له حماس څخه دانتقام اخیستلو په موخه داسرائیلو په شاړو ځمکو توغندي وویشتل، ترڅو اسرائیل په حماس هوايي بریدونه ترسره کړي.
دیادوني وړ ده، چي داعش په حماس برسېره دنړۍ په نورو هیوادونو کي هم داسلامي جهادي تنظیمونو په ضد دجګړو اعلانونه کړي دي.
دچارو شنونکي په دې اند دي، چي امریکا او اسرائیل غواړي، چي داعش په اسلامي نړۍ کي داسلامي ډلو په ضد وکاروي، چي تر ډیره يې دهمدې موخي لپاره کارولي دي.
عادل خپلواک