د زمبابوې ولسمشر: اوباما دې له ما سره واده وکړي
هرارې (عزم چارشنبه١٠ چنګاښ ٩٤)
ورسته له هغې چې د امريکا سترې محکمې همجنس پرستانو ته د واده کولو اجازه ورکړه داسلامي هېوادنو ځينې مذهبي مشرانو او چارواکو د امريکا دغه پريکړه غندلې او دا يې د امريکا ناپوهي او جهالت بللی. د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې چې د همجنس پرستۍ سخت مخالف دی دغه اقدام يې غندلی او تر څنګ يې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته په مسخره امیز توګه ورسره دواده بلنه ورکړې ده.
موګابې ويلي چې که دا ښه کار وي او اوباما يې د امريکا د تاريخ له پاره وياړ ګڼي رادې شي او خپل ځان دې هم په دې وياړ کې شريک کړي او له ما سره دې واده وکړي.
موګابې ويلي چې اوس د امريکا نظام د شيطانانو په لاس کې ده او په انسانيت کې داسې کړو ته اجازه نه شته نو هغه څوک چې ځان خپله عيسوي بولي نو څنګه د داسې کړو جرئت کوي؟
د يادونې وړده چې لويديځوال د بشر او ښځو د حقوقو په پلوی زياتې چيغې وهي او ټولنې لري خو د مسلمانانو شنونکو په اند په لويديځه ټولنه کې چې څومره د انسان او ښځو د حقوقو له پاره غږونه پورته کيږي په هماغه اندازه بشر ضد کړنې رامنځته کيږي.
تر اوسه د امريکا ولسمشر د موګابې د وړانديز په اړه څه نه دي ويلي.
عبداللطيف نظيف