مصرکې په امنيتي پوستو د بريد له امله ۳۰ تنه ووژل شول

371704-egyptblast-1435749428-687-640x480

قاهره (عزم چارشنبه١٠ چنګاښ ٩٤)

د مصر په سينا سيمه کې د پوځ او پوليسو په پوستو د بريد له امله ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې د مصر په سينا سيمه کې په يوه پوځي پوستې د بريد له امله لږ ترلږه ۱۵ تنه ووژل شول او بل لورته وسله والو کسانو د پوليسو په ۶ پوستو د بريد له امله ۱۵ نور امنيتي سرتيري ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل. بريد کوونکو له بريد وروسته څو امنيتي سرتير او موټر هم په خپله ولکه کې اخيستي.

بل لور ته د مصر کورنيو چارو وزارت  ويلي چې وسله والو په سينا سيمه کې په ۵ امنيتي پوستو بريد کړی دی چې ددوی ځواکونو په شا تمبولي دي او په ځوابي بريد کې يې ۲۲ تنه وسله وال وژلي او ۱۰ امنيتي سرتيري ټپيان کړي دي.

دپيښې مسؤليت د داعش وسله والو اخيستی.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!