ديارلس تنه سيمه ايز پوليس له طالبانو سره يو ځای شول

1

فراه (عزم چارشنبه١٠ چنګاښ ٩٤)

د فراه ولايت امنيتي مسؤلين وايي چې په دغه ولايت کې ۱۳ تنه سيمه ايز پوليس له طالبانو سره يوځای شوي دي.

د فراه ولايت دامنيه قومندانۍ وياند فضل محمد صمد يار رسنيو ته ويلی چې تېره شپه ۱۳ تنه سيمه ايز پولیس له يوه رنجير موټر او  ۱۳ ميله سلاح سره  له وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي.
ياد ۱۳ تنه سيمه ايز پوليس د قومي مشرانو په ضمانت د سيمه ايزو  پوليسو په ليکو کې شامل شوي وو.
امنيتي مسؤلينو له ضامنو قومي مشرانو غوښتي چې د تسليم شوو ۱۳ سيمه ايزو پوليسو ۱۳ ميله سلا دې دولت ته وسپارل شي.

طالبانو په فراه ولایت کې ديوه بلې ورته پېښې په اړه رسنيو ته ويلي چې د قراه ولايت په بالابلوک سیمه کې يې د سيمه ايزو پولیسو د قومندان شيراغا په ګډون ۵ تنه ملګري هم د دوی له ليکو سره يوځای شوي.

طالبانو د تسليم شوو پوليسو د ورتلو هرکلی کړی او دا يې د دين او هېواد په ګټه کار بللی.

عبداللطيف نظيف

 

 

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button