د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۸۰ تنه پوليس کلابند دي
کابل(عزم چارشنبه١٠ چنګاښ ٩٤)
په ولسي جرګه کې د ارزګان ولايت د خلکو استازي وايي چې له څو ورځو راهيسې دخاص اروزګان ولسوالۍ کې اتيا تنه پوليس کلابند دی چې د دولت له لوري ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.
په ولسي جرګه کې د ارزګان دخلکو استازي عبيدالله بارکزي چې د هيواد د امنيتي وضعيت په اړه په ولسې جرګه کې غږېده وويل ((بدبختانه چې له تېرو څو ورځو راهيسې اتيا تنه پوليس د وسله والو طالبانو له لوري کلابند دي خو د دولت له لوري يې هيڅ مرسته نه ده شوې.))
نوموړي زياته کړې چې په هغه بريد کې چې طالبانو په دې سيمه کې په پولیسو کړی و دولس تنه پوليس يې وژلي او د يو قومندان په شمول ګڼ شمېر نور ټپيان دي خو دولتي مسؤلينو د افغان پوليسو هيڅ مرسته او کومک نه دی کړی.
نوموړي زیاته کړه چې اتيا تنه پوليس د مرګ به حالت کې دي که مرسته يې ونه شي زر ده چې دوی به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهيمي په دولت غږ وکړ چې هر څومره ژر کیدای شي دغه پوليس د وسله والو طالبانو له کلابندۍ خلاص کړئ.
خو د دفاع وزارت د ویاند مرستیال بريد جنرال دولت وزيري په ارزګان کې د پوليسو له کلابندۍ څخه بې خبري وښوده.
په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې زياتوالی راغلی چې له امله يې په ځينو ولايتونو کې بشپړې ولسوالۍ د دولت د امنيتي مسؤلينو له لاسه وځي او د طالبانو لاس ته ورځي.
عبداللطيف نظيف