حماس د قدس د ازادی لپاره دهڅو ديووالي غوښتنه کړې

د حماس جهادي غورځنګ د قدس دمرستې لپاره عربانو او مسلمانانو ته د قوت دراټولو او دهڅو ديو کولو په لور بلنه ورکړې ، په هغه بيانيه کې چې نن جمعه د حماس غورځنګ په رسمي پاڼه باندې د قدس دنړيوالې روځې په مناسبت خپره شوه، پکې راغلي (موږ عربان او اسلامي امت رابولو چې خپل قوت سره راټول او خپلې هڅې سره يو کړي، او خپل کمپاس د بيت المقدس او فلسطين په لوري وڅرخوي، او په دې توګه دمقاومت له ليکو سره مرسته وکړي .
په بيانيه کې ټينګار شوی چې دفلسطين او داقصی د ازادولو يوازينی لار ديهودانو په ضد پاڅون ده.
مسلمانان او خاصتا عربان هڅول شوي چې دهغو هڅو په وړاندې کلک ودريږي چې په زماني يا مکاني توګه دمسلمانانو او يهودو ترمنځ دمسجد اقصی د ويش لپاره کيږي.
همدغه راز په بيانيه کې دهغو مرابطينو قدرونه هم شوې چې له مسجد اقصی څخه دفاع کوي،
د قدس نړيواله ورځ چې درمضان المبارک د مياشتې دوروستی اونی دجمعې له ورځې سره برابره ده هرکال دنړی په سطحه د داسې لاريونونو او فعالياتونو شاهده وي چې دقدس او مسجد اقصی دملاتړ او نصرت ږغ پورته کوي.
نن دجمعې دلمانځه د اداء کولو لپاره په مسجد اقصی کې شاوخوا دوه لکه اتيا زره مسلمانان راټول شوي وو.
هيره دې نه وي چې په تيرو څو ورځو کې په مسلسله توګه په مسجد اقصی کې دلمونځ کوونکو او اشغالګرو اسرائيلي پوليسو ترمنځ هغه مهال نښتې رامنځته شوې، کله چې يهودان د پوليسو په ملتيا مسجد ته ورننوتل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button