هند د روسي توغندیز سیسټم د اخیستلو له پرېکړې دفاع کړې

عزم (سه شنبه، د تلې ۹مه، ۱۳۹۸): د هند د بهرنیو چارو وزیر، پرون دوشنبه، له خپل امریکايي سیال، مایک پامپیو، سره تر لیدنې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې د روسي ایس-۴۰۰ توغندیز سیسټم اخیستلو په اړه د خپل هېواد له حقه دفاع کړې ده.
د ډیفینس پوسټ د خبر له مخې، سبراهمانیام جیشنکر خبریالانو ته وویل چې په دې اړه د امریکا پر اندېښنو بحث کوي خو نه غواړي له چا واوري چې له روسیې باید کوم تجهیزات واخلي او کوم نه. نوموړي ونه ویل چې د دې سیسټم اخیستلو په اړه به یې وروستۍ پرېکړه څه وي.
هند تېر کال له روسیې د ۵،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د پنځو ایس-۴۰۰ توغندیزو دفاعي سیسټمونو اخیستلو پرېکړه وکړه.
د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۷ز کال د یوه قانون له مخې پر هر هغه هېواد د بندیزونو لګېدو پېشبیني کړې چې له روسیې پرمختللې وسلې اخلي.
د یادونې وړ ده، ترکیې هم سږ کال له روسیې ایس-۴۰۰ توغندیز سیسټم واخیست، چې له امله یې امریکا غوسه شوه او د ایف-۳۵ جنګي جیټ الوتکو په روزنیز پروګرام کې د ترکیې برخه درلودل یې وځنډول. تر دې دمه لا پر دې هېواد نور بندیزونه نه دي لګېدلي.