هرات کې شل کودګر نیول شوي

‏ عزم: (یکشنبه، د تلې ۹مه، ۱۴۰۲): د هرات د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر ریاست مسوولان وایي چې د دغه ریاست محتسبینو د جادوګرۍ په تور شل کسان نیولي دي.
د هرات د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر رئیس شیخ عزیزالرحمن المهاجر وایي، له هغه وروسته چې اسلامي امارت په هېواد کې د جادوګرانو فعالیت منع اعلان کړ په هرات کې هم د جادوګرانو د نیولو او ټولولو لړۍ پیل شوه چې تر اوسه ۲۰ کسان نیول شوي دي.
هغه وایي چې د دغو کوډګرو د ځينو دوسیې یې محاکمو ته سپارل شوي او له ځینو یې تعهد اخیستل شوی چې بیا به جادوګرۍ ته مخه نه کوي او د دې ادارې له خوا ازاد شوی دي.
هغه زیاته کړه، ځینو دغو جادوګرانو له خلکو تر دوه سوه زره افغانیو هم په چل او فرېب اخیستې او ځینو یې په دیني علومو هم نه پوهېدل او په بېلابېلو پلمو یې له خلکو پیسې اخیستې چې له دغه مسلک څخه یې خپل ورځني عاید ترلاسه کول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button