د چینایي سیلانیانو یوه ډله کندهار ته تللې

عزم: (یکشنبه، د تلې ۹مه، ۱۴۰۲): دچينايي سيلانيانو يوه نهه کسیزه ډله د کندهار له تاريخي اثارو او تفريحي ځايونو څخه د لېدنې په موخه دغه ولايت ته تللې ده.

دغو سيلانيانو کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس مولوي انعام الله سمنګاني سره په کتنه کې افغانستان ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او د افغانستان اوسنى امنيت يې د ډاډ وړ وباله.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د امنیت په تامین سره بېلابېلو ولایتونه ته زرګونه کورني او بهرني سیلانیان تللي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button