د محمد (ص) په اړه د غیر مسلمو نظرونه

د ګاندي له نظره:

غوښتل مې د هغه چا د ژوند په ښه حال پوه شم چې نن ورځ د ملیونونو انسانانو په زړونو کې بې دلیله تسلط لري…. زه تر بل هر وخت ډېر باوري شوم چې دا توره نه وه چې په هغه ورځو کې یې اسلام ته ځای ورکړی و. دا د پېغمبر اکرم صلى الله عليه وسلم سخته سادګي، د تعهداتو په اړه درناوى، له خپلو ملګرو او پيروانو سره د هغه ډیره خواخوږي، د هغه صله رحمي، د الله جل جلاله نه وېره، په خداى او په خپل رسالت کې د هغه بشپړ باور و.
دا او نه توره هر څه د دوی په وړاندې تیر کړل او هر خنډ یې وځړاوه.
کله چې ما (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت) دوهم ټوک وتړلو، نو افسوس مې وکړ چې د هغه ستر ژوند د لوستلو لپاره نور څه نه وو.

د پوشکین له نظره:
د معنی تنده او تلوسه راسره وه، په چوپه او غلې بیدیا کې لالهانده ګرځېدم. هغه پرښته چې شپږ وزرونه لري له پاسه راکوزه شوه او خپلې ګوتې یې چې له خوب او خیاله سپکې وې، زما سترګو ته رانیږدې کړې. ما د وارخطا ګربتې غوندې خپلې سترګې پرانیستې.
د هغې لاس زما د غوږونو له څنګه تېر شو، زما په غوږونو کې ناڅاپه یو مرموز اواز پیدا شو.
همدغه وخت ما د اسمان د زړه د درزېدو اواز واورېده، د دریاب تر موجونو لاندې مې د بحري حېواناتو تګ راتګ ولیده.
د کور په بوټو کې مې د تاک څانګې او پاڼې لیدې چې وده کوي او لوییږي، پرښته زما شونډو ته رانیږدې شوه، زما هغه ژبه یې را نه پرې کړه چې کار یې نېش وهل وو.
بیا یې پخپلو لاسونو چې په وینو لړلي وو، یوه بله ژبه زما په خوله کې کېښوده.
زما په ځیګر یې تېره توره ومنډله، زما رپېدونکی زړه یې راوایست او اور سوځوونکې لمبه یې زما په سینه کې ننوېستله.
زه د یوه مړي په شان غلی او بې حرکته د بیابان په شګو کې پرېوتم. دغه وخت مې ناڅاپه خدايي غږ تر غوږه شو، چې ما ته یې ویل: پاڅېږه! سترګې وغړوه، د خدای فرمان ته غوږ ونیسه او د اجراء له پاره یې سمدلاسه روان شه. له بیابانونو او دریابونو نه تېر شه، پخپلو اور پښتو خبرو د ایمان اور د خلکو په زړونو کې بل کړه.

د تولستوی له نظره:
که څوک غواړي چې د اسلامي دیني مساهله او ساده ګي ځانته معلومه کړي؛ نو قران کریم دې په غور او دقت سره مطالعه کړي
ځکه چې په دغه مقدس کتاب کې هغه حقایق په پوره وضاحت او صراحت سره ښودل شوي دي چې د اسلام عالي مقام او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شخصیت لوړوالی او د ده د روح نهایي تقدس او پاکي ترې څرګندیږي.

د کارلایل له نظره:
د انسانیت د دوستۍ، ورورولۍ، برابرۍ او ازادۍ غږ دی چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له پاک زړه نه راوتلی او اوچت شوی دی.

د ویکتور هوګو له نظره:
هغه (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم) پوهېده چې عمر وروستۍ سلګۍ ده او د ژوند رڼا لکه د مازدیګر زېړی لمر د رنګ ساعت ته له سترګو پناه کیږي.
دی به تل په فکر ډوب و او په هیچا به یې پړه نه اچوله.
چې په لاره به روان و، له هرې خوا سلامونه پرې وېل کېدل.
ده به هم هر چا ته په مهربانۍ ځواب وایه.
په ږیره کې یې شل وېښتان سپین نه لیدل کېدل او زهیرتیا یې ورځ تر ورځ زیاتېده.
کله به چې اوښانو اوبه څښلې، دی به ورته ودرېده او هغه ورځې به یې په زړه ګرځېدې چې ده به د خپل تره اوښان څرول.
هر وخت به د خدای په درګاه کې په راز او نیاز مشغول و.
خوراک یې بیخي لږ و او ډېر ځله به یې په نس پورې تیږې تړلې.
پخپل لاس به یې خپلې مېږې لوشلې.
چې جامې به یې وشلېدلې، په ځمکه به کېناسته او خپل کالي به یې پخپله ګنډل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button