انسانیت څه ته وایي؟

یو سړی کندې ته لوېدلی و .
ساينسپوه راغی ، د کندې د ژوروالي او د خاورې د رطوبت اندازه يې واخيسته.
یوۀ ډاکټر دوه ګولۍ ورواچولې.
یو ژورنالیست را پيدا شو او له لوېدلي سړي سره یې د هغۀ د مشکل پۀ باره کې مرکه وکړه.
د رحم او اخلاقو مبلغ د کندې پۀ غاړه ور ته کیناست او ورسره و يي ژړل.
یوۀ ارواپوه ورته وويل چې پۀ مشکلاتو کې بايد روحیه له لاسه ور نه کړو .
د فلسفې استاد بیا پۀ کنده کې ایسار سړي ته وويل چې ژوند یو وهَم دی ، یو خوب دی ، داسې وګڼه چې نه کنده شته او نه تۀ پکې ایسار یې .
صوفي ورته وویل چې زۀ او تۀ ، ځمکه او اسمان ، سمه او غر ، کنده او له کندې بهر دنیا ټول يو شان دي هيڅ فرق پکې نشته.
او یو نالوستی سړی سمدستي ور تاو شو ، لاس یې ورکړ ، سړی یې له کندې را وایست .
ماخذ: د زرو هیندارو کور