په یوازې ځان هم حق وایه او لیکه!

زاهد جلالي
د يوه ليکوال، صاحب نظر، عالم او فيلسوف لپاره دا يو جرم دی چې د عامو خلکو او د خلکو پر اذهانو د مسلط فکر په طرف ليکل وکړي. يا په معاصره معنا د خلکو د لايکونو د جلبولو لپاره ليکل وکړي. ليکل بايد د حق له پاره وي، ولو که ټول خلک د هغه حق مخالف هم وي.
مصطفی صبري افندي د عثماني خلافت وروستی شيخ الاسلام و. د اتاتورک په زمانه کې اوسېده خو د هغه فکر شديد منتقد و. تر دې حده چې ترکيه ورته اوسېدل ناممکن شول، د اعدام هڅې يې پيل شوې او مصر ته وتښتېد. هلته د عمر تر پایه واوسېده. مصر کې يې وليدل چې يو نوی فکر مخ په غوړېدو دی. دا د محمد عبده او ماډرنېزم فکر و. په داسې حال کې چې دا فکر سخت مشهور و، ستر ازهر کې دغه فکر ريښې کړې وې او د اخوان المسلمین په څېر ستر ګوند پر دغه لاره روان و، خو شيخ مصطفی صبري يې خامۍ په جار بيان کړې. هغه خپلو کتابونو کې پر محمد عبده سخت نقدونه وکړل.
هغه مهال صبري افندي بيخي منزوي و. ځکه بازار خو د ده د مخالف فکر ګرم و. خو هغه حق بيان کړ، ولو که چا ته يې نظر جالب نه و، چکچکې و لايکونه ورسره نه وو. خو نن سبا جالبه ده، د هغه لوستونکي بيخي ډېر شوي. کتابونه يې بار بار چاپېږي، خرڅېږي او بازار کې ختمېږي. همدا نن ماښام راته يوه ملګري وويل چې دوه مياشتې وروسته په هارورډ پوهنتون کې د مصطفی صبري د فلسفي افکارو په اړه کنفرانس جوړېږي. نن خلکو د هغه د افکارو اهميت درک کړی دی.
نو لازمه نه ده چې يو څوک دې د حق له پاره استقبال شي. انسان ته په کار ده چې حق بيان کړي. يو وخت به راځي چې د ده خبرې او نظريات به درک کېږي او ملاتړي به پيدا کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button