یوناما: بې شمېره بریدونو افغان کورنیو ته نه‌جبرانېدونکي زیانونه اړولي

 عزم: (یکشنبه، د تلې ۹مه، ۱۴۰۲): افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) پر کاج ښوونیز مرکز د برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت دا برید وحشتناک بللی او ویلي چې په افغانستان کې د ورته بریدونو له امله د قربانیانو ترڅنګ ولاړ دي.
یوناما پرون شپه د تلې ۸مه پر ایکس پاڼه لیکلي چې تېر کال پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله ۵۴ کسان ووژل شول او ۱۱۴ نور ټپيان شول چې ډېری یې نجونې وې.
د ملګرو ملتونو دې استازولۍ ټینګار کړی چې ورته بریدونو په افغانستان کې نه‌جبراېدونکي زیانونه اړولي او کورنۍ یې له پوښتنې او عدالت پرته پرېښودل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې یې د ډېرو نجونو په ګډون سلګونه زده‌کوونکي مړه او ټپيان شول.
یوناما همداراز ویلي چې دا بنسټ به له افغانستانه دفاع کوي چې هر څوک پکې په آزاده توګه زده‌کړې او ژوند وکړي او د هر ډول وحشت او تاتریخوالي پر وړاندې ځواب وویل شي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ورته پېښو د قربانیانو ترڅنګ ولاړ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button