د ترکيې پلازمېنه انقره کې د پارلمان ودانۍ تر څنګ ځانمرګی بريد شوی

عزم: (یکشنبه، د تلې ۹مه، ۱۴۰۲): د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په انقره کې د دغه هېواد پارلمان ته څېرمه نن (یکشنبه، د اکتوبر لومړۍ) د ځانمرګي برید خبر ورکړی دی.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت ویلي، ځانمرګي بريدګر دوه تنه وو، چې امنيتي ځواکونو د يوه بريدګر د چاودنې مخه هم نیولې ده.
بلخوا، د ترکیې رسنۍ وايي یوه ځانمرګي بریدګر په پلازمېنه انقره کې خپله منفجره توکو ته چاودنه ورکړې او دوه پولیس افسران یې ټپیان کړي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا برید څو ساعته مخکې تر دې وشوه چې په پام کې وه د ترکیې پارلمان د اوړي تر رخصتۍ وروسته خپل کارونه بیا پیل کړي.
دې چاودنه کې د اوښتو تلفاتو شمېر تر اوسه معلوم نه دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په انقره کې د نن ورځې چاودنه او ډزې یو ترهګریز عمل بللی دی.
نوموړي ویلي چې دوو بریدګرو نن یکشنبه د کورنیو چارو وزارت په نښه کړی چې په خبره یې دواړه بریدگر له پښو غورځول شوي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
تر دې مخکې د داعش ډلې تر څنګ کردانو او افراطي ښۍ اړخو ډلو په ترکیه کې دا ډول حملې کړې دي.