په ځوان قشر د ټولنيزو رسنيو اغيز
احمدګل ريان

ټولنيزې رسنۍ د هغه څه لپاره نه دي جوړې شوې، د کوم بې ګټې هدف لپاره چې يې زموږ اکثر ځوان قشر کاروي، د دې جوړوونکو فکر نه کاوه چې اکثر کاروونکي به يې عقل له لاسه ورکوي، اخلاق به بايلي، لا اباله انسانان به ترې جوړيږي، د ساتيري وسيله به يې ګڼي او دومره به پرې عادت کيږي چې د خپل ګران عمر د بې بها شېبو ضايع کولو ته به يې هيڅ توجه نه وي او تر ټولو بده دا چې آن خپل ټولنيز اخلاق، شرم او حيا، د مشرانو اطاعت او احترام به پکې تر پښو لاندې کوي او خپل استعدادونه به پکې زمولوي.
له دې پرته چې ټولنيزو رسنيو زموږ د ټولنې له ځوان کهول د علم او پوهې لاره ورکه کړې ده، جديت، درنښت او سنګيني يې بالکل پکې بايللي دي او د اخلاقو درجه يې دومره ټيټه کړې ده چې حتی د خپلو مشرانو، امراوو، علماوو، استادانو او محسنينو تذليل کوي، هغوی چې څومره احسانات پرې کړي دي او يا يې کوي، ترې هير شوي دي، دا هر څه يوازې د ټوکو، ځان او بل خندولو لپاره کوي او دې ته يې پام نه وي چې په څه ډول ګناه اخته دي.
زه ډيری ملګري او خپلوان (مشران، همزولي او کشران) پيژنم چې په ټولنيزو رسنيو کې هغه څه ليکي او نشروي، چې په هيڅ صورت به يې د مشرانو او همزولو په مخکې ونه وايي/ښکاره نه کړي. ډيری کشران خپل داسې انځورونه نشروي چې نورو ته يې نه شي ښکارولی، دوی په ټولنيزو رسنيو کې ځان له هر قيد خلاص ګڼي او يا يې بالکل دې ته فکر نه دی چې د واقعي نړۍ په څير يې په مجازي نړۍ کې هم خلک ګوري او دې کې هم بايد خپل دين، مذهب، اخلاق، دود دستور او کلتور ورته ياد وي.
يوه نابلده او نادوده دا ده چې ټولنيزو رسنيو کې اکثرو ځوانانو ته د هغه چا خبره معتبره ده چې ترې مشر وي، شناخته يې وي او مخامخ ترې شرميږي يا ويريږي، ناشناخته که هر څو ښه خبره ورته کوي، دوی ته د اعتبار او منلو وړ نه وي، حتی امکان شته چې په ځينو موضوعاتو کې ورته متقابلا سپکې سپورې وليکي، د دوی د پوهې، هوښياري او د ښو او بدو تر منځ د تميز ځواک له دې هم ښه درک کولی شو.
يو وخت مې ياد شي چې يو فيسبوکي فعال د خپلې کمکۍ لور انځور شريک کړی و، چې مخ يې په پوډرو، کاجل، سرخيانو او رانجو لړلی و، لاندې يې ورسره ليکلي و: د مور مېکپ يې په لاس ورغلي و. دا هغه څه و چې دې فعال به هيڅ وخت خپلو ملګرو ته په مجلس کې نه وای ويلي، هماغه و چې له کمنټونو وروسته يې خپله تيروتنه حس کړه او پوسټ يې ډيليټ کړ. دی ښه و چې پوه شو، داسې خلک شته چې هيڅ د شرم احساس نه کوي، حتی خپلو ليکلو يا شريک کړيو انځورونو ته توجيهات وايي او دلايل ليکي. يو وخت د يوې شناخته کورنۍ يو ځوان ملا د صف برابرولو اړوند کوم عکس نشر کړی و، چې ماشومانو پکې د خپلو پښو خچې ګوتې سره نښلولې وې، مقصد يې دا و چې خلکو ته په لمانځه کې د صف برابرول زده کړي، يو ډول پيغور يې هم ليکلی و چې زموږ د صف برابرول زده نه دي، صف داسې جوړيږي، خو پوه نه و او که یې ځان نه پوهاوه چې دا د احنافو د مذهب خلاف طريقه ده، دې ته چې هر چا ليکلي و چې د اصلاح طريقه دې اصلاح کړه، خو هيڅ يې نه منله چې په غلطه دی، بلکې دليلونه يې ليکل.
ځينې مغرضې کړۍ د نظام، ملت، فکر، فرهنګ او عقيدې پر ضد له ټولنيزې ميډيا ګټه اخلي، دوی داسې دروغ، غلط معلومات، ګمراه کوونکې ليکنې او افواهات خپروي او په داسې انداز يې خپروي چې سيلاب يې زموږ ځوانان هم په سر اخيستي، د ناپوهي له امله په دې تبليغ کې ورسره ونډه اخلي او نور يې هم ورسره نشروي. دا هر څه ځکه کيږي چې ټولنیز فعالان د لا علمي يا کم علمي له امله ډيری مسائل له مختلفو زاويو نه څيړي، بس چې موضوع يې په طبيعت ولګيده؛ نو خپروي يې، خصوصا هغه موضوعات چې فکر کوي په توسط يې زيات لايکونه او کمنټونه اخيستلی شي.
د ټولنيزو رسنيو افغان فعالان که وڅارو، که د نظام يا دې مسلمانې ټولنې دښمن اشخاص دي او که دوستان، که په نظام، ټولنه او افرادو نيوکه کوي او که يې دفاع کوي، اکثر يې په سپکو الفاظو کوي، ټول هڅه کوي چې يو پر بل خلک وخندوي، هغه که په افتراء او دروغو هم وي. داسې خلک به کم او يا بيخي ونه ګورو چې د نظام يا ټولنې د افرادو په کارونو يې په أحسنه طريقه، درنه ژبه او سنګينو الفاظو اعتراض او سالم نقد کړی وي، ډيری يې له جوړولو په ورانولو خوشحاله وي.
بده دا ده چې ټولنيزو رسنيو د ځوان قشر غوڅ اکثريت دومره ورسره مصروف کړی دی چې ازاده مطالعه خو څه چې خپله درسي مطالعه هم ترې پاتې ده، همدا لامل دی چې لیکل يې ډير سرسري او د موضوع ژورو ته د کوزېدو پر ځای هغه څه پکې لټوي چې د دوی په فکر کتونکي يې خوښوي او يوه لحظه خوند ترې اخيستلی شي.
دې رسنيو زموږ ځوان نسل دومره لار ورکی او سطحي کړی دی چې په ډيرو جدي مسائلو سرسري تيريږي او هيڅ اهميت نه ورته لري، هر څه د وخت تيري لپاره کيږي، د يو مسلمان او افغان په توګه خپله اساسي او اصلي وظيفه ترې هيره ده او اولويتونه له پامه غورځېدلي دي.
دا منو چې ټولنيزې رسنۍ به د پيغام په رسولو، د اذهانو په تنوير او فکرونه جوړولو کې مهمې وي او د ممبر کار به هم ترې اخيستلی شو، خو دومره مهمې هم نه دي لکه څومره او په څه شکل چې موږ ځان پکې مصروف کړی دی، د واقعي نړۍ هر څه مو شاته پريښې او له هغه څه سره مخ شوي يو، چې پورته مو يې يادونه وکړه. د ژوند اصل اهداف رانه پاتې دي او هغه د چا خبره د مکې پر ځای ترکستان ته روان يو.
په دې هيله چې ځوان نسل مو سنګين، متوجه، نمونه اخلاق لرونکی، ويښ، جدي او د اسلافو د لارې تعقيبوونکی شي.