د اسپانیا په یو کلب کې د اور لګېدنې له کبله ۱۷ تنه مړه او ژوبل شوي

عزم: (یکشنبه، د تلې ۹مه، ۱۴۰۲): په اسپانیا کې نن سهار په یوه نایټ کلب اور لګېدلی، چې په نتیجه کې ۱۳ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسپانیا حکومت د ایمرجنسي ادارې په ټویټر (ایکس) کې نشر کړي راپور کې ویلي، چې تر اوسه ۱۳ تنه مړه او ۴ تنه ټپیان هم له ساحې رایستل شوي چې د بریتانیا، فرانسې، بلجیم او رومانیا اتباع دي. د نورو مړو د لټون لپاره د پلټنې عملیات دوام لري. یادې ادارې احتمال ورکړی چې احتمال شته نور مړې هم وموندل شي. ځکه زیاتره کسانو چې په دغه د زېږېدنې په مراسمو کې ګډون درلود، تر اوسه تری تم دي.
د اطفایې ادارې مسوولینو ویلي چې یاده دوه پوړیزې نایټ کلب د اور لګېدنې راپور دوی ناوخته د سهار پر شپږو بجو راپور ورکول شوی د ژغورنې عملیه ساحې ته پر وخت رسېدلې او یو شمېر مړي او زخمیان له کلب څخه ایستل شوي او د نورو د لټون هڅې روانې دي. ډیری کسانو چې په دغه مراسم کې ګډون درلود، اوس هم نادرکه دي.