د کڅوړې مصيبت او د رسولالله «ص» معجزه

د رسول الله «ص» په ګرانو او خوږو صحابه کرامو کې تر ټولو د زيات شمېر (٥٣٧٤) احادیثو روايت کوونکی حضرت ابو هريره رضي الله عنه وايي: په اسلام کې له درې داسي مصيبتونو سره مخ شوی یم، چې هیڅ کله ورسره نه وم مخ شوی.
لومړی مصيبت له دنیا څخه د رسول الله «ص» رحلت، دوهم مصيبت د حضرت عثمان رضي الله عنه شهادت او دريم د «کڅوړې» مصيبت.
چا ترې وپوښتل: د کڅوړې مصيبت يعني څه؟
نوموړي ور غبرګه کړه، په یو سفر کې موږ له رسول الله «ص» سره ملګري وو، چې را غږ يې کړ» ابو هريرة! د خوراک درسره څه شی شته؟» ما ول دغه کڅوړه کې خو څه خورماوي شته! ده راته وويل راوړه، کله چې یې خورماوي په لاس کې ونیولې، نو دعا يې وکړه او بیا يې د لسو تنو په را بللو ماته امر وکړ، ما لس تنه را وبلل، هغوی ماړه شو، داسي نور مي هم را وبلل تردې چې د لښکر ټول وګړي ماړه شو خو په هغه برسېره په کڅوړه کې څه خورماوي لا هم پاته شوې. بيا يې راته وويل: ابو هريره! کله چې کوم شي ته اړ شې؛ نو دغه کڅوړې ته لاس دننه کوه او د خپلې اړتيا برابر شی به ترلاسه کوې.
نوموړی زياتوي چې له دغه کڅوړې څخه مي د رسول الله «ص» په ژوند کې خواړه ترلاسه کاوه، ور پسې د ابوبکر صديق رضي الله عنه په ژوند کې، ورپسې د حضرت عمر رضیاللهعنه په ژوند کې او ورپسې د حضرت عثمان رضي الله عنه په ژوند کې، خو د عثمان رضي الله عنه له شهادت څخه وروسته هغه کڅوړه را نه ورکه شوه. تاسو ته خبر درنه کړم چې ما له هغه کڅوړې څخه څومره خوراکي توکي ترلاسه کړه؟
ما ور څخه تر دوه سوه «وسق» زيات خواړه ترلاسه کړه. (یو وسق د اوښ د بار په اندازه دی او چا ویلي دي چې يو وسق شپيته پيمانې ده)
سرچینه: د إمام بهيقي رح[دلائل النبوة]
لیکنه: حسان مجاهد