هیڅ ډول فشار به د افغانانو زغم او حوصله ماته نه کړي

نړیوالو او په ځانګړۍ توګه زموږ ګاونډیو هېوادو به د نړی د زبرځواکونو تیری کوونکې اشغالګری هڅي په عملی بڼه لیدلی ؤ او هغه څه به یې لاتر اوسه په یادوی چې د تیری کوونکی اشغالګر پوځي ځواکونه چې په عصری وسلو سمبال ؤ د پوځي عملیاتو پر مهال څومره له وحشت څخه کار اخیسته تر هغه چې د سپن ږیرو، ماشومانو او ښځو په مرګ ژوبله یې هیڅ صرفه نه ګوله. ډیری کلې او کورونه د تیری کوونکو د وحشی بمباریو او راکیټی بمونو له کبله په کڼډوالو بدل شوي چې تردي دمه یې د جوړیدو امکاناتو نه دی موندل شوی خو ددی ټولو ناخوالو او زړه بوګنوونکو پیښو په وړاندي افغان مسلمان او متدین اولس خپله هېوادنی مینه او اسلامی ارزښتونه له لاسه نه دي ورکړي. څومره چې یې د اشغالګرو زور او ظلم لیده هومره یې اسلامي جذبه ورزیاتیده نو ځکه یې هېڅ ډول ستونزو او مرګ ژوبلی ته اندیښنه نه درلوده او د دښمن هر ډول جګړییز ناورین ته یې خپله حوصله او زغم له لاسه نه ورکاوه تل یې د الله(ج) څخه د مرستی او په کفارو باندي د بری هیله له یاده نه وتله او په دي باوری ؤ چې که د اشغالګرو له خوا هر څومره جګړه سخته او پراخه شی هرو مرو به بری د افغان مجاهد ولس په برخه وي نو ځکه یې دا خوب رښتینی او د جګړي بری یې تر لاسه کړو. د نړی ډیر نندارچیان ګوته په غاښ پاتی شول ځکه هغوي د دي تمه نه درلوده چې مظلوم او ناتوانه جګړو ځپلی افغان مجاهد اوس د دي توان نه لري چې په تش لاس او ناچیزه امکاناتو سره دي د نړي زبرځواکونو په مقابل کې جګړه وکړي او په پای کې دي داسی ماتی ته اړ کړي چې تاریخي پاڼي ورباندي ډکی شي. باور دي چې افغانان به د خپل پاک او سپیڅلی ضمیر په درلودلو سره د دي توان ومومي چې په اوسنیو راپاتي شویو ستونزو برلاسی شي او د پردیو د احتیاج څخه به وژغورل شي. پوهیږو چې د شل کلنی جګړي څخه راوتل د ستونزو ډکه لار په مخ کې لري له دي کبله د خپلواک نظام چلول او په ستونزو باندي بریا تر لاسه کول به په لنډ مهاله کې ستونزمن وي. ځکه د اشغالګرو څخه راپاتی شوي ګډودي چې د اقتصادي بندیزونو سره مل دي یو په بل پسي رغاول به وخت ته اړتیا ولري له دي امله د اسلامي امارت مسئولین په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو سره د یوي خوا د همیشنی او تل پاتي امنیت د خوندیتوب له پاره په کار بوخت دي او د بلی خوا د مافیايي او پردي پالو واکمنانو د دسیسو او توطیو په خنثی کولو لګیادي. همدا اوس یو شمیر ګاونډي هېوادونه د اشغالګرو هېوادو د تاثیر لاندي دي نه غواړي چې په خپلواکه توګه د اسلامي امارت سره د ديپلوماتیکو اړیکو پیوند رامنځ ته کړي او د افغانانو سره داسې چلند وکړي چې د اړیکو د پراختیا او ټنګتیا لامل وګرځي. یو شمېر د دوه مخې سیاست په کارولو سره داسې کړني ترسره کوي چې د هیڅ ګاوڼډي هېواد دشان او شوکت سره برابر نه وي. ځکه د یوه جګړي وهلی هېواد سره په داسې وخت کې چې د اشغالګرو هېوادو د اقتصادي بندیزونو سره مخامخ وي او ملي شتمني یې هم د زبرځواکونو له خوا کنګل وي ورسره جوخت داسي فشارونه چې د ستونزو لامل کېږي لازم دي؟ په هر صورت د ناځوانه ګاوڼډي راشه درشه تر هغه وي ترڅو د خپلو ګټو د خوندیتوب له پاره تری کار واخلی او د ستونزو پرمهال یې د خوګ ګوتی نه ونیسي هو په اوس وخت کې زموږ دواړه ګاوڼډي هېوادونه پاکستان او ایران همداسې برخورد ته ملاتړلی چې په اسلامي امارت د فشار لاري ولټوي او ستونزي رامنځ ته کړي ترڅو افغانان اړشي او سیاسی موخی تر لاسه کړي. خو زموږ مجاهد او میړنی اولس چې د کلونو په اوږدوکې د ژوند هر ډول ستونزي ګاللی خپله حوصله او زغم یې له لاسه نه دي ورکړي اوس چې د یوه آزاد او خپلواک هېواد په درلودلو سره هیڅ وخت خپله حوصله او زغم له لاسه نه ورکړي او د دي ستونزو په مقابل کې یو ځل بیا د یووالي لاسونه سره ورکړي او د خپل ګډوال ورورسره به خپله ډوډي نیمه کړې ترڅو د پردیو د احسان څخه وژغورل شی. پوهیږو چې د لاس وهونکو د لاس وهني ترڅنګ د ګډوالو د راستیندو پیټی د روند خو د پورته کیدو له پاره یې مسئولین په کار بوخت دي. د اسلامي امارت امیرالمؤمنین چې د هېواد حالات له نیږدي څاري د راستنیدونکو هېوادوالو ستونزوته په کتو دولتی صلاحیت لرونکي عالی کمېسیون جوړ کړې چې ژرتر ژره پرته له ځڼډ د راستنیدونکو هېوادوالو له پاره دشته امکاناتو څخه کار واخلي او د کډوالو د راستنیدو له پاره لازم شرایط برابر کړي. کمېسیون د جارو د سمون له پاره خپلی غوڼډې او مشوري چاري ساتلي او پولو ته نیږدي د مختلفو ادارو سره ګډ کار مشورتي غوڼډي رواني دي هڅه کېږي چې د کډوالو د راستنیدو چاري سمون ومومی او د پڼډغالو په جوړیدو کې ځڼډ له منځه ولاړشي ترڅو راستنیدونکو هېوادوال په عزت او هوساینی سره په خپل پلرني ټاټوبی کې د ژوند چاري سمبال کړی.
یو شمېر هېوادوال چې خپل هېواد ته راستانه شوي د پاکستان د ناوړه چلند له کبله ناخوښ ښکاري او اوسنی چلند دې د یوه مسلمان ګاونډي په توګه ناوړه او د انساني اصولو خلاف ګڼي تمه ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ملاتړ کوونکي اداري ځانونه نانګاره نه کړي او په دي ناوړه او د ستونزو ډکو شرایطو کې د اسلامي امارت مرستي ته راودانګې ترڅو په دي سختو او اقتصادي بندیزونو کې راستندونکې کډوال یوازې پری نه ښودل شي.
لیکنه: متین