د فلسطینیانو په وړاندې د مصر، ایران او قطر شوم اهداف او مقاصد!

هلال بلخي

شاوخوا یوه میاشت کیږي چې د فلسطین مظلوم مسلمانان د یهودو په اور کې کبابیږي، په ټول اسلامي نړۍ کې خواخوږی او همدم یې نشته. یواځیني هیوادونه چې په سختو ورځو کې د فلسطین لپاره هلې ځلې او منډې ترنډې کوي، هغه د مصر، ایران او قطر هیوادونه دي چې معزز او زړه سؤانده مشران یې تل د فلسطینیانو په درد غمجن او خفه دي. دوی تر خپله وسه زیات او هر وقت د فلسطین د ستونزه په حل کې او د فلسطینیانو په مصیبت کې ورته د خیرخواهی لاس اوږد کړی او خپله اسلامي او انساني وجیبه یې په بشپړه توګه ادا کړې ده.

اوس چې یو ځل بیا فلسطین او غزه په اور او لمبو کې سوځیږي، دا د فلسطین د مرستې مثلث، خپل هڅې پيل کړي او نیول شوي اسراییلي عسکرو د خلاصون لپاره یې لستونې بډ وهلي دي. څو ورځې وړاندې د قطر هیواد مشرانو د ځیني اسیرانو د خلاصون لپاره د حماس پر مشرانو فشار راوړ او خبره آن تر دې ځایه هم ورسېده چې رسنیو په قطر کې د حماس دفتر د احتمالي تړل کېدو خبر هم خپور کړ. وروسته بیا حماس څو اسیران ازاد کړل او قطري چارواکو هم د دفتر تړل کېدو خبر، بې بنیاده وبلله.

له هغه وروسته بیا غربي هیوادونو پر پورته یاد مثلث فشار راوړ چې د دوی اتباع دې ضرور خوشي شي، چې یو ځل بیا ایران او قطر پر حماس او اسلامي جهاد فشار راوړ چې باید یوڅه وکړي چې دوی خپلو خارجي سیالانو ته د بیا لېده کاته مخ ولري. په دې  لسو ورځو کې د ایران د خارجه وزیر قطر ته دا دوهم سفر دی. چې هر ځل یې د اسماعیل هنیه سره مخامخ په ساعتونو ملاقات کړی دی. په دې ملاقات کې د نمایشي وعدو او مرستو تر څنګ چې په حقیقت کې هیڅ نشته، او په بدل کې ورڅخه غواړي چې د ځینو نیول شوي هیوادونو اسیران ازاد کړي.

د ایران خارجه وزیر د بلومبورګ سره په مرکه کې ښه په ښکاره او جرئت سره وایي چې د اسیرانو د خلاصون په هکله موږ له قطر سره په اړیکو او مشورو کې یو. زه لس ورځې مخکې هم په قطر کې وم. د قطري چارواکو سره مې خبري کړي. هغوی خپل نظرونه لري او موږ هم خپل نظرونه شریک کړل. موږ او قطریانو د اسماعیل هنیه سره د بندیانو پر ژر خلاصون خبري وکړې. لیکن حماس هم خپلې غوښتنې لري، دوی وایي چې تبادله نباید یک طرفه وي. حماس موږ ته وویل چې د غیرنظامیانو خلاصون ته تیاری لري.

هر یو ایران او قطر له اروپا نېولې تر اسیا او امریکا پوري خپل ملګري هیوادونه لري او نیول شوي اسیرانو زیات شمېر يې دو تابعیته دي. او هر اروپایي یا امریکایي هیواد هڅه کوي چې د خپل دوست هیواد ایران یا قطر له لارې خپل اتباع راخلاص کړي. مثلا د ایرلند هیواد خارجه وزیر له خپل ایراني سیال امیرعبداللهیان څخه غوښتې چې د دې هیواد نیول شوي اسیر یا اسیران دې ورته خلاص کړي. همداراز قطر هم خپل دوست او ملګري هیوادونه لري او هڅه کوي چې په داسې سیلاب کې ماهیان ونیسي. د ایران او قطر د فشار نتیجه دا شوه چې څو ورځې مخکې حماس مجبوره شو، ځینې نیول شوي اسیران بېله کوم څه ور ایله کړي.

که تاسو ته دریاد وي، ایران د شباب المؤمن ډله مجبوره کړه چې خپل نوم بدل کړي او د انصارالله نوم انتخاب کړي او بیا یې د مرستې او کامیابۍ لپاره د ټولې عربې نړۍ بدي او دښمني یې په غاړه واخیسته او هر ډول مالي او تسلیحاتي مرسته یې تر وروستې ورځې ورسره وکړه. او کله چې بیا خبره د حماس راشي نو صرف دغه د کوڅې او بازار چیغې او بابولالې ورته کوي او بس.

ایران د حماس سره هیڅ داسې مرسته نه دې کړې چې پر هغه دې حساب وشي. ایران ډېر پرمختللې ډرون طیارې او نښه ویښتونکې میزایلونه لري، انصارالله د دغه ایراني ډرون او میزایلونو په مرسته یې د عربستان بیخ وایست او لس عربي هیوادونه یې په ګوڼډو کړل. لیکن دا چې ولې ایران د حماس سره دغه مرسته نه کوي. دا خپله د نمایش تر شا هغه پرده ده چې یوه ورځ به لیري شي او ټول حقیقت په نړیوالو ته ښکاره شي.

که له یوه خوا اروپا پر ایران او قطر فشار راویستی، تر څو حماس قانع کړي چې د روانو وینو په ویالو کې دې اسیراییلي اسیران ازاد کړي. بل لورې ته اسراییل او امریکا بیا مصر تر فشار لاندې راویستی چې فلسیطیانو ته دې په سینا کې ځای ورکړي.

اسراییل او امریکا د مصر جمهور رییس عبدالفتاح السیسي ته وعده ورکړې چې که فلسطینیانو ته په خپله خاوره سینا کې ځای ورکړي، دوی به له نړیوال بانک څخه وغواړي چې د مصر ټول پور ور وبخښي. دوی وایي چې دا تر ټولو ښه د حل لاره ده. فلسطینیان به په ارامه او بې جنجاله ځمکه کې استوګڼ شي او مصر به له پوره خلاص شي.

زموږ په افغاني دود او دستور کې هم داسې کوم څه نشته چې اوس په فلسطین کې روان دي. زموږ په وطن کې چې کله څوک مړی وکړي او قاتل بندي وي، نو هیڅوک هم د قاتل خلاصون ته منډې ترنډې نه کوي، بلکې د مقتول له وارثینو سره همدردي او غمشریکي کوي او کله چې مړی دفن او د فاتحې مراسم ختم شي، بیا ورته ننواتې کوي او د خپل بندي د بخښنې او خلاصون غوښتنه په عاجزه لهجه یادؤي.

اما راشئ، د غزې روان وضعیت ته! د اسراییلو په بمبار کې هره ورځ په سلګونه فلسطینیانو ته مړګ ژوبله اوړي. ښارونه په کنډواله بدل شوي، او هر کور په قبرستان بدل شوی. په کوڅو کې د وینو ویالې بهیږي. د بمونو د چاودنو او د بارودو د اور لمبې یو ساعت هم نه ختمېدونکي دي. په داسې یو حالت کې د پورته یاد مثلث هیوادونه ایران، قطر او مصر د دې پر ځای چې عملي مرسته یې وکړي او یا د اوربند او بمباری د بندیدو لپاره هڅې وکړي، برعکس د بندیانو د خلاصون لپاره ځغاستې کوي. دا هغه د اسلامي هیوادونو زړه سؤانده مشران او همکار حکومتونه دي چې په اوسني روان بهیر کې چې فلسطین اور اخیستی او فلسطیني مسلمانان پکې لولپه کیږي. خپل څو میلیونه ډالره پور ورته د میلیونونو فلسطینیانو تر ځمکې او خاورې ارزښ لري.  دوی د یو اسیر خلاصون د زرګونو فلسطینیانو تر مرګ مقدم او ارجح بولي. د یو اسیر خلاصون لپاره له تهرانه تر دوحې سفر کوي، او یا د حماس دفتر تړي، لیکن د زرګونه فلسطینیانو پر مرګ باک نکوي. ځکه نو د فلسطین مسئله همداسې جنجالي پاته ده. او پاته به وي.!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button