افغان دولت: ګاونډي هیوادونه دې په زور افغانان نه وباسي

عزم(چهارشنبه، د لړم لسمه، ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دفتره په یوې خپره کړې اعلامیې کې ویل شوي چې ګاونډي هیوادونو دې د ښه ګاونډیتوب له مخې افغان کډوالو ته په خپلو مېنو کې ځای ورکړي او جبري ایستنې ته دې نه اړوي.
وړاندې له ټولو هغو هیوادونو مننه شوې چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې په خپلو هیوادونو کې افغانانو ته ځای ورکړ. له همدې هیوادونو یو ځل بیا غوښتنه شوې چې د تېر په څېر دې افغان کډوال په خپلو هیوادونو کې مېشته کړي.
په اعلامیه کې راځي چې افغان کډوالو په هېڅ بهرني هیواد کې امنیتي ستونزې نه دي ایجاد کړي او د هېڅ هیواد په ناامنۍ کې لاس نه لري. همداشان له ګاونډیو هیوادونو هیله شوې چې د اسلامي ورورولۍ له مخې دې له افغان کډوالو سره ښه چلن وشي.
کوم هیوادوال چې اجباري او یا په خپله خوښه راستنېږي، نو هېڅ هیواد حق نه لري چې پانګې او ملکیتونه ترې واخلي. شخصي پانګې او ملکیتونه ددوی حق دي او نه باید ناعادلانه شرطونه پرې پلي شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون او نورو اړوندو بنسټونو ته امر شوی چې هیواد ته د راستانه شوو افغانانو ته پوره پاملرنه وکړي. اعلامیه کې راغلي چې په پوره توجو او بشپړ اخلاص دې ټول مسوولان د افغان راستانه شوو چوپړ ته مټې راونغاړي. همدشان هغو افغان هیوادوالو ته بېرته هیواد ته د راګرځېدنې ویل شوي چې له سیاسي ویرې یې خپل هیوادونه پرېښي دي.