په تېر اکتوبر کې ایران د پينځو افغانانو په ګډون شاوخوا اتیا تنه اعدام کړي

عزم(چهارشنبه، د لړم لسمه، ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې په تېره اکتوبر میاشت کې د ایران په زندانونو کې د ۵ افغانانو په ګډون ۷۸ کسان اعدام شوي دي.
د بشري حقونو سازمان هنګاف له قوله چې د ایران اسلامي جمهوریت په اکتوبر میاشت کې ۷۸ تنه په بېلابېلو زندانونو کې اعدام کړي دي.
د خبر له مخې په یادو اعدام شویو کې پینځه تنه اعدام شوي د افغانستان اتباع دي. ویل کیږي چې دا افغانان د بېلابېلو تورونو په بنسټ اعدام شول.
پرون سه شنبه د بشري حقونو سازمان هینګاو په یوه راپور کې لیکلي و چې د تېرې اکتوبر میاشتې کچې ته په کتو په هغه هیواد کې د اعدام په سزاوو کې ۶۵ سلنه زیاتوالی لیدل شوی.
ویل کیږي چې دا کسان د عمدي وژنو، د نشه یي توکو پر لېږد او انساني قاچاق په تور نیول شوي او اعدام شوي دي.