بنیټ: پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه بېرته واخلي

عزم: (چهار‌شنبې، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲)؛ ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي چې پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او له خپلې پرېکړې دې تېر شي.

ریچارد بینټ پر خپل اېکس پاڼه د پاکستاني حکومت غږ کړی چې دغه هېواد باید په افغانستان کې د یو بل ستر ناورین سبب نه‌شي او د کډوالو له ایستلو دې لاس واخلي.

هغه دا هم ویلي چې د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره به خپل کار ته ادامه ورکوي.

بلخوا د اسلامي امارت سرپرست حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان دا پرېکړه غندلې او یو ځل بیا یې پر پاکستان غږ کړی چې د کډوالو ایستلو لړۍ دې ودروي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستۍ پرېکړه که څه هم له ګڼو لوریو غندل شوې، خو پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېڅ «غیرقانوني» او بې‌اسنادو کډوال به پخپله خاوره کې پرېنږدي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button