هیواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ټرانسپورټ کمېټې خپل چمتو والی بشپړ کړ

عزم: (چهارشنبې، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲): د ا.ا.ا. مرستیال ویاند بلال کریمي پر اېکس شبکې ویلي چې د ترانسپورټ کمېټې په تورخم کې خپل چمتو والی بشپړ کړی دی.
هغه زیاتوي چې د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا قومندانۍ له لوري د سلګونو غټو او کوچنیو وسائطو او سلګونه وسائلو لېږد دوام لري او زیاتوي چې؛ په یادو وسائطو او وسائلو کې سلګونه غټ او کوچني موټر، سیار تشنابونه، جنراتورونه او د اوبو ټانکرونه شامل دي.