‏د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان دي د کډوالو ایستلو پرېکړه ژر تر ژره واخلي

عزم: (چهار‌شنبې، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲): ‏په خبرپاڼه کې د یاد سازمان یو مشر غړي، ډیپروس موشېنه له قوله لیکل شوي چې د پاکستان حکومت او نړۍواله ټولنه د افغان کډوالو د ژوند خوندیتوب کې «ناکام» شوي دي.

‏د بښنې نړۍوال سازمان پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې پاکستان کې د افغان کډوالو کوربتوب لپاره له یاد هېواد سره مالي مرسته وکړي.

‏دوی ویلي، پاکستان لا هم وخت لري چې له خپلې پرېکړې لاس په سر شي او افغانانو لپاره د یو بل «ناورین» رامنځته کېدو مخه ونیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button