ټوېټر (اېکس) د میاشتني فیس ۳ وړاندیزونه خپاره کړل
عزم (چهارشنبه، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲): په زیاتو کارېدونکو ټولنیزو رسنیو کې شاملې ټویټر ویبپاڼې چې اوسنی نوم یې اېکس دی؛ د میاشتني فیس اخیستلو ۳ وړاندیزونه خپاره کړل.
د دغو وړاندیزو پر اساس د اېکس کارونکي کولی شي د بېسېک، سټینډرډ او پریمیم پلس په نوم دریو کټیګوریو کې میاشتنی فیس اداء او فعالیت وکړي.
اېکس پروګرام د روان کال په پیل کې د سبسکرپشن پلان وړاندې کړ، چې له مخې یې کارونکو ته د ۸ ډالرو اداء کولو او په بدل کې د ابي ټیک ورکولو ژمنه وشوه.
دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې ټویټر رسنۍ مشهور میلیاردر ایلون مسک واخیسته.
نوموړي تر هر څه وړاندې د ټویټر لوګو او نوم بدل کړل او بیا یې نوي شرایط جوړ کړل.
تېره اونۍ اېکس په نیوزلینډ او فلپین کې د بیسک په نوم د سبکسرپشن پلان وړاندې کړ او تازه یې بیا د پریمیم پلس په نوم هم وړاندیز کړی، چې له مخې به یې د ډیسک ټاپ کارونکو څخه ۱۶ امریکايي ډالر واخیستل شي.
د همدې وړاندیز تر فعالېدو وروسته به د اکاونټ کارونکي اشتهارونه او خبرتیاوې نه ویني، ټویټ به یې زیات خپریږي او د کمینټونو ریپلې به یې هم ډیرې لیدل کیږي.
د بېسېک پلان له مخې به کارونکي ته ابي ټیک نه ورکول کیږي، خو هغه به وکړی شي اوږده ټویټونه وکړي او د سهوې په صورت کې یې ايډيټ هم کړي.
د دې ترڅنګ په سټینډرډ وړاندیز کې بیا کارونکي یوازې ابي ټیک ترلاسه کولی شي.