نړیوال جام؛ بنګله دیشۍ لوبډله له وړاندې تګ پاتې شوه

عزم (چهارشنبه، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام د ۳۱مې لوبې په لړ کې د بنګله دیش د مخکې تګ هیلې ختمې شوې او بنګالۍ لوبډله له جام څخه بهر شوه.
د لوبې پچه بنګله دیشي لوبډلمشر شکیب الحسن وګټله او لومړۍ توپوهنه یې غوره کړه، چې دغه پرېکړه ناسمه ثابته شوه؛ ځکه ټوله لوبډله یې ۴۵.۱ اورونو کې په ۲۰۴ منډو وسوځېده.
محمودالله ۵۶، لیټن ډاس ۴۵، شکیب الحسن ۴۳ او مهدي حسن میراز ۲۵ منډې وکړې. له دوی پرته نور څوک و نه توانېدل چې ۱۰ پورې منډې هم وکړي.
د پاکستان لپاره شاهین افریدي او محمد وسیم ۳،۳ ویکټې واخیستې. حارث روف هم د ۲ بنګالیو لوبغاړو پر سوځولو وتوانېده.
پاکستان ورکړل شوی هدف په ۳۲.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
فخر زمان ۸۱، عبدالله شفیقي ۶۸، محمد رضوان ۲۶ او افتخار احمد ۱۷ زیاتې منډې وکړې.
بنګله دیش ته ۳ واړه ویکټې مهدي حسن میراز واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی فخر زمان و چې ۷۴ توپونو باندې یې د ۷ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۸۱ منډې وکړې.
په دې لوبې ګټلو سره د پاکستان نسبي هیلې لا جام کې پاتې شوې؛ خو بنګله دیش له وړاندې تلو پاتې شو.
اوسمهال د نړیوال جام په جدول کې هندوستان تر ټولو مخکې او انګلستان تر ټولو وروسته ځای لري.
پاکستان بیا ۵ او بنګله دیش ۹ مقام لري.
بنګله دیش په ۷ لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې ده.
نن به په نړیوال جام کې افریقا او نیوزلینډ سره مخ شي، چې په ترتیب سره د جام دوهمه او دریمه لوبډله ده.
یاده سیالي په پونې کې نن ماسپښین یوه بجه ترسره کیږي.