بنګله دیش کې د پولیسو او مخالف ګوند شخړو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم (چهارشنبه، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲): په بنګله دیش کې د پولیسو او اپوزیسیون ګوند د غړو ترمنځ شخړې رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه شخړې چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې دوام لري، په لړ کې یې د اپوزیسیون ډلې د ملي ګوند تر نوم لاندې راټولې شوې او د لومړۍ وزیرې شېخ حسینې استعفی غواړي.
دوی په یاد هېواد کې د ټرانسپورټ بندیز لګولی او له اوسني حکومت غواړي چې واک یو غیر حزبي قدرت ته وسپاري؛ څو د را روان کال پر عمومي ټاکنو ښه څار وشي.
خو لومړۍ وزیرې بیا د اپوزیسیون ډلې وړاندیز رد کړی او خبرداری یې ورکړی چې که بندیزونه ختم نه کړي، له سخت غبرګون سره به مخ شی.
نوموړې د اپوزیسیون کړې انارشي بللې او د مقابلې کولو خبره یې کړې.
بل لور ته د بنګله دیش امنیتي ادارې وايي، چې پرون د پولیسو او مخالفو ډلو د مخکښو غړو ترمنځ شخړې هم رامنځته شوې چې په لړ کې یې د ۴ تنو مړینه او د لسګونو نورو ټپي کېدل تائید شوي دي.
د دې ترڅنګ دوه پولیس هم وژل شوي دي.
باید وویل شي چې د اپوزیسیون ترڅنګ د بنګله دیش ملتپال ګوند هم د اوسني حکومت پر خلاف اعتراضونه کړي دي.
مخالفې ډلې وایي چې اوسنی حکومت په قانون باور نلري او د بنګله دیش امن ته خطر جوړوي.