افغان کرکټر فرید ملک له پاکستانه ګټلی مډال د راستنېدونکو هیوادوالو په خاطر پلوري

عزم(چهارشنبه، د لړم لسمه، ۱۴۰۲): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فرید ملک د سپينو زرو هغه مډال له پاکستانه د راستنېدونکو په پار پلوري چې له پاکستان څخه یې ګټلی و.
افغان چټک توپ اچوونکي ویلي چې دا مډال یې په چین کې د اسیایي لوبو پر مهال له ګاونډۍ پاکستانۍ لوبډلې ګټلی و. د نوموړي له قوله چې د سپینو زرو دا مډال به پلوري او پیسې به یې هغه هیوادوالو ته ورکړي چې پاکستانی حکومت یې په زرو باسي.
تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ هم د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هغه افغان کډوالو ته ډالۍ ورکړې وه چې پاکستان یي په زور خپل هیواد ته ستنوي. د ښاغلي ځدراڼ دې ډالۍ ګڼ غبرګونونه راپارولي وو.
څو ورځې وړاندې د پاکستان موقتي لومړي وزیر انورالحق کاکړ په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي و چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوې د کرکټ لوبه دوی ګټلې وای؛ نو جایزه به یې هغه امنیتي ځواکونو ته ورکړې وه چې افغان کډوال په زور له هغه هیواد شړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button