احصایي ادارې یوه کاري ډله د افغان کډوالو د ثبت په موخه تورخم ښارګوټي ته استولې ده

عزم(چهارشنبه، د لړم لسمه، ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبر کې ویلي چې خپل کاري پرسونل یې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ثبت په موخه تورخم ښارګوټي ته استولی دی.
دوی زیاتوي چې دا کاري ډلګۍ یې نن چهارشنبه د لړم په لسمه تورخم او سپین بولدک ته لېږلي. مسوولان زیاتوي چې یاد ټيم به له پاکستان څخه رااوښتونکي کډوال ثبت او تشخیص کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت نن د راستنېدونکو په پار سلګونه کوچني او لوی موټر تورخم ته استولي وو.
د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا قومندانۍ له لوري د سلګونو غټو او کوچنیو وسایطو او سلګونو وسایلو د لېږد د دوام خبر ورکړل شو.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمی ویلي چې په دې وسایطو کې سلکونه لوی او کوچني موټرونه، لېږند تشنابونه، جنراتورونه او د اوبو ټانکرونه شامل دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button