پاکستاني پولیس: په رسمي ډول مو د افغان کډوالو نیونه پیل کړه

عزم(چهارشنبه، د لړم لسمه، ۱۴۰۲): پاکستاني رسنیو ویلي چې د هغه هیواد پولیسو نن په رسمي بڼه په خپل هیواد کې د افغان کډوالو د نیونې لړۍ پیل کړې ده.
که څه هم پاکستاني پولیس له څو میاشتو راهیسې د هغه هیواد د پلازمېنې په ګډون په ګڼو ایالتونو او ښارونو کې د افغانانو د نیونې او ځورونې لړۍ پيل کړې؛ خو ددې ادارې په وینا چې پرون هغه نېټه پوره شوه چې افغان کډوالو ته ټاکل شوې وه.
پولیسو ویلي چې تر دمګړۍ پورې یې د پاکستان په بلوچستان کې شاوخوا پینځه زره تنه افغان کډوال نیولي او بندخونو ته یې سپارلي دي. د پاکستاني چارواکو په بنا چې دا کډوال به د تورخم ګمرک ته رسوي او خپل هیواد ته به یې ستنوي.
یاده کوو چې پاکستاني دولت د ټولو اسلامي، بشري او انساني اصولو په خلاف د افغان کډوالو کورونه نړولي، زنداني کړي یي دي او خپل هیواد ته یې په زور شړي. دوی د ټولو نړیوالو قانونو پر ضد د افغان کډوالو ملکیتونه غصبوي او له ۵۰۰۰۰ کالدارو د زیاتېدو پیسو د لېږد اجازه نه ورکوي.