پکتیکا کې د یوې لرغونې مجسمې د قاچاق مخه ونیول شوه

عزم: (چهارشنبې، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲)؛ د پکتیکا امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې یې پاکستان ته د یوې لرغونې مجسمې د قاچاق مخه نیولې ده. د پکتيکا امنيې قومنداني د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا مجسمه پرون (سې شنبه، ۹ د لړم) هغه مهال نیول شوې چې د ۷۵۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارو د پلور لپاره پاکستان ته قاچاق کېدله. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده مجسمه د بودا له دورې سره تړاو لري او زياته کړې چې دا مجسمه د ښکېل کس له خوا په ځمکه کې خښه کړل شوې وه. په خبرپاڼه کې د دې مجسمې په تړاو د کوم چا د نيول کېدو يادونه نه دی شوې، خو له دې وړاندې د مرکز ښرنې اړوند عمرخېلو سيمه کې هم يوه مجسمه تر لاسه شوې وه چې لرغونتوب يې ۲۰۰۰ کاله پخوانی او د کوشاني پير دورې پورې يې تړاو درلود.