ازبکستان ۱۰۰ تنه د فلسطین په پلوی نیولي دي

عزم: (چهار‌شنبې، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲)؛ د ازبکستان پولیسو نن ۱۰۰ تنه چې د فلسطین په پلوی یې د مظاهرو هوډ درلود، په پایتخت تاشکند کې نیولي دي. دغه کسان وروسته له هغه ونیول شول چې په خواله رسنیو کې د اکتوبر په وروستي ورځ د امیر تیمور په څلور لارې کې د فلسطین په پلوي د ګډون غوښتنه شوې وه.

ویل کیږي چې د مظاهرې په موخه د ګډون لپاره نه یواځې د پلازمینې، بلکې د ګاوندې ولایتونو څخه هم ډیر خلک پایتخت ته راغلي وو.

د یادې ورځې لپاره ځینې بینرونه هم جوړ شوي او پر هغه لیکل شوي وو:

( وږه په وږه له فلسطین سره)

(۱۵ ورځې نیولو څخه موږ نه ویریږو)

(که مو شمېر زیات شي، زموږ غږ اورېدل کیږي)

ویل کیږي چې نیول شوي کسان به د ۲۰۱ اداري قانون په اساس محکمې ته حاضر کړل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button