امریکایي کمانډویان د ۲۰۰ اسیرانو د لټون لپاره اسراییل ته استول شوي

عزم: (چهار‌شنبې، د لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲)؛ د پنټاګون یو لوړ پوړې چارواکې منلې ده چې د امریکا له پوځ څخه یو شمېر نخبه عسکر اسراییلو ته لېږل شوي دي. دغه چارواکې د استول شوي عسکرو شمېر په ډاکه کړی نه دی، لیکن ویلې دي چې یاد عسکر به د اسراییلي پوځیانو سره د حماس لخوا د نیول شوي اسیرانو په موندلو او خلاصون کې مرسته وکړي.

همداراز د امریکا د دفاع وزیر مرستیال کریستوفر مایر هم یادې موضوع ته په اشاره ویلي چې امریکا په فعاله شکل د اسراییلو سره کومک او همکاري کوي. همداوس زموږ ځواکونه د اسراییلي پوځیانو سره په ګډه کار کوي تر څو د اسیرانو هویت او پېژندګلوي دقیقه کړي.

مایر زیاته کړې ده چې لېږل شوي امریکایي پوځیان په جنګي بهیر کې برخه نه اخلي او یواځې د خپلو اسراییلي همکارانو سره د روان پېچلي جنګي بهیر په هکله مشورې شریکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button