طنز: لوړ نظر

راډیو مې را واخېسته، خرابه وه، جېب کې مې کېښوده، بازار ته د جوړولو لپاره مې وړله.
هر چا په لاره لیدم د چایو او ډوډۍ غږ به یې راکوه، درې څلورو کورانونه هم راکړل چې زموږ میلمه شه، اکرام دې کوو، خو ځان مې ترې خلاص کړ.
خبر نه وم چې له جېب څخه مې د راډیو د انتن څوکه بهر راوتلې وه.
😒
صمیم ژوند