د عطرونو او سپرې ګاتو په اړه څومره پوهېږئ؟

په بازار کې خو مو حتمن عطر او سپرې ګانې اخيستې دي، په ټولو يې يا Eau de Toilette، Eau de Perfume او Eau de Cologne او يا Perfume ليکلي وي، دا عبارتونه څه مانا او کوم یې ښه عطر دي؟
خاص Perfume چې پرې لیکلي وي دا د‌عطرو هغه بيخي خالص ترين ډول دی چې تر نورو ټولو ډېر ګران او بهترين عطر دي چې بوی يې ان ۲۴ ساعته هم له بدنه نه ځي.
د Eau de perfume (EdP) ليکنې والا هغه عطر دي چې ۳۰فيصده غلظت لري او په عطرو کې غلېظ ترين،تر نورو سوچه او بوی يې تر نورو ډېر پاتې کېدونکی او په عين حال کې ګرانبيه عطر دي بوی یې تر شپږو ساعتونو ښه په خوند دوام کوي.
د Eau de Toilette (EdT ) له ۸ تر ۱۶ فيصده ټينګ (غليظ ) وي او بوی یې ملايم، تر ډېره یې بوی نه پاتې کېږي او ددې لپاره چې هر وخت مو ښه بوی لاړ شي بايد په ورځ کې یې څو ځلې په ځان ووهئْ او حد اکثر تر ۴ ساعتونو پورې بوی لري.
Eau de Cologne (EdC) ټينګوالی او غلظت له ۳ تر ۶ فيصده پورې رسېږي دومره ډېر ښه او پاتې کېدونکی بوی نه لري او حد اکثر تر دوو ساعتو ښه بوی لري.

نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button