Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

لنډمهالی اوربند په جنګ کې د اسرائيلو کمزوري په ډاګه کوي

د تېر اکټوبر له ۷مې وروسته چې اسرائيلو جګړې ته کوم غبرګون وښود، لومړي وزیر نېتنیاهو هم د حماس او نورو ډلو له خوا د نیول شویو اسرائيلو د ژوند او راتلونکي په اړه ښکاره څه و نه ویل. هغه په دې باور و، چې د بندیانو ژوند دومره ارزښت نه لري، تر څو له اعلان شوي هدف (د حماس له منځه وړلو) څخه مخکې په غزه باندې د اسرائيلو د جنګي ماشین ګوزارونه بند کړي. اوس د ۵۰ ورځوپه تېرېدو سره نېتنیاهو ثابته کړه چې هغه هدف ته په رسېدو کې ساده و او د سیاست په سوځېدلې ځمکې د ده هڅې چې حماس یې د یرغمل شویو په ازادولو مجبوراوه، ناکامې وې. د بندیانو تبادله او څلور ورځنی اوربند چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شو دا معنی نه لری چې نېتنیاهو به له دې وروسته په جنګ کې د سوځېدلې ځمکې سیاست پریږدي او د یوې تبادلې منل دا معنی لري چې هغه نه شو کولای، جنګ په هغه ډول چې ده غوښتل، وغځوي. په حقیقت کې خو د دې تبادلې په ترڅ کې ډېر کم شمېر بندیان ازادیږي او دا دې ته اشاره کوي چې نېتنیاهو د حماس له لوري وړاندې شوي شرطونه منلي، چې دا بیا د اسرائيلو د پوځي ځواک په راتلونکي کې یو سخت فشار دی. دا هم ښکاره ده چې د بندیانو قضیه د اسرائيلو د سیاست تر ټولو کمزورې نقطه ده. له دې امله نېتنیاهو په داخل کې هم تر سخت فشار لاندې دی، همداسې په بهر کې هم؛ ځکه ځينې بندیان بهرني یا دوه تابعیته دي، سره له دې چې هغه د کورني فشار په کمولو کې ډېرې هڅې وکړې؛ خو دا فشار به په ده کم نه شي؛ ځکه اوس له ۲۴۰ بندیانو یوازې ۵۰ ازادیږي. د اسرائيلو په نسبت حماس ته دا تبادله ډېره ګټه کوي، سره له دې چې د دې تبادلې ځينې ګټې او مثبتې پایلې راښيي، خو ښکاره ده چې دا به دوی ته د پوځ په بیا برابرولو کې ګټه وکړي. غزې ته د بشري مرستو ننوېستلو قضیه چې اسرائيل او امریکا یې د بندیانو په برخه کې په غیراخلاقي او غیراساسي ډول کاروي. حماس تل له بریا راګرځوي. د اوربند د شرایطو له مخې به هره ورځ (تر څلور ورځو پورې) ۳۰۰ په بشري مرستو بار لارې غزې ته ځي، چې په څلورو ورځو کې ۱۲۰۰ کیږي؛ خو په غزه کې دا بشري مرستې کمې بریښي. د اسرائيلو د اعلانونو څخه دا معلومیږي چې ګواکې دوی په شمالي غزې کې مقاومت بشپړ ختم کړی، خو په حقیقت کې لا هم هلته د مقاومت تونلونه او پوځي ځایونه پاتې دي او دا د اسرائيلو درنه مرګ ژوبله راښيي چې دوی شمالي غزه نه ده نیولې. پر دې سربېره، له اوربند وروسته به اسرائيل سختې ورځې وویني او د نړیوالو په وړاندې به یې انځور تور شي؛ دا بیا دوه لاملونه لري۱: ـ د اسرائيلو له لوري د جنګ د دوام له امله به ښايي یو نړیوال خوځښت رامنځته شي، چې لږ تر لږه به د فلسطین نړیوال او سیمه ییز حقونه یاد کړي.

۲ ـ د غزې جنوب ته د پوځي عملیاتو غځول او د جنګ د جرمونو دایره پراخول به د امریکا او اسرائیلو له پوځي توانمندۍ لوړه خبره وي. او که دا ځواک پیدا کړي، د مقاومت له منځه وړل به سخت وویني او په جنوبي غزه کې به د بشري ویجاړۍ او د ولسي وګړو تلفات له هغه څه ډېر وي، چې اوس یې اټکل کیږي؛ ځکه جنوبي غزه اوس د فلسطیني ولسي وګړو یوازینی پناه ځای دی او د جنګ له اورونو تښتېدونکي هلته پناه ور وړي؛ ځکه کوم بل داسې ځای خو نه شته چې هلته د چا پام ور واوړي. یوازینۍ پایله چې د بندیانو تبادلې په پایله کې یې ویلی شو، هغه دا ده چې دا جګړه له کومې سیاسي برابرۍ پرته نه ختمیږي او دغه سیاسي برابري د اسرائيلو هغه هوايي خیالات نه مني، چې ګواکې غزه به په بشپړ ډول د اسرائيل ـ فلسطین له کړکېچه وباسو

لیکنه: ساجدالله عظمت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button