Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

نړیوال فشارونه د پرمختګ لار نه شي ډب کولای

په داسې حال کې چې د اشغالګرو هېوادو نړیوال اقتصادي بندیزونه پرخپل ځاي پاتي دی ورسره جوخت هم مهاله د ګاونډیو هېوادو فشاریزی پلمی را څرګندۍ شوي هڅه کوي چې اشغالګرو په څیر ستونزو ته لمن ووهی او د اسلامي امارت پرمختیايې چارو په وړاندې خڼډونه پیدا کړي. هغوی چې د ستونزو په لټه کې دي نه غواړی چې په سیمه کې امنیت تأمین شی او افغانان د یوه پر مختللي هېواد د ښیګڼو څخه برخمن شی خو اسلامي امارت په هېوادنی مینه د یوه خپلواک هېواد په توګه د ګاونډیو پلمه ییزي لاس وهنی په ژوره توګه څاري نه غواړی چې د ورته عمل ځواب په تاوتریخوالی بدلون ومومي نو له دي کبله هر وخت په پوره حوصله مندي د نیوکو او فشارونو ځواب ورکوي او په دي ټینګار لري چې ښه ګاونډیتوب له متقابلو او متوازنو اړیکو له مخي رامنځ ته کېږې غوره به وي چې زموږ ګاونډیان د اسلامي امارت دریځ درک کړي او د بی ځایه فشارونو د لټون څخه لاس واخلي. ځکه اسلامي امارت په تیرو جګړییزو کلونو کې خورا زیاتي ستونزي ګاللي او د هر رنګه ګواښونو په وړاندې يې خپله حوصله له لاسه نه ده ورکړی اوس هم د هر ډول ګواښ او فشار په وړاندې مناسب ځواب وایي او په پوره ډاډ ګیرنی سره د هېواد د آبادي له پاره هلي ځلي کوي. ښه به وی چې زموږ ګاونډیان له بی ځایه تورنو او فشارونو څخه لاس واخلي ځکه په سیمه کې د ګاونډیو هېوادو ترمنځ د دوستي اړیکی د هېوادونو په هوساینه کې مثبت رول لوبولی شي او د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لامل ګرځي.
اسلامي امارت تل د سوله ییز دریځ له مخې د سیمې او نړی له هېوادو سره د متوازنو اړیکو له پاره غیږ پرانستی پریښی غوره ګڼي چې د هېوادونو تر منځ دیپلوماتیکی اړیکې پراختیا ومومي او هره ستونزه او اندیښنه د خبرو اترو له لارې هواره شي. اسلامي امارت په ټولو کورنیو او بهرنیو غوڼډو کې ډاګیزه کړی چې هیڅ وخت به د افغانستان له لوري هیڅ کوم هېواد ته امنیتي ګواښونی منځته نه شي ځکه دا مهال په افغانستان کې داسې کومه وسله واله ډله شتون نه لري چې نورو هېوادو ته د ګواښ لامل وګرځې ټولی غیر مسئولی وسله والی ډلې له منځه تللی هیڅوک د دي توان نه لري چې د افغانستان له خاوري نورو هېوادو ته وسله والې اندیښنې رامنځ ته کړی. پاکستانی مسئولین په وار وار په ډیرې سپین سترګې سره تور لګوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټن ځایونه لري خو اسلامي امارت دغه ډول ناوړه تورونه رد کړی او وړاندوینه یې کړی چې که پاکستانی مسئولین د خپلو تورونو په هکله کوم شواهد لري باید د اسلامي امارت د مسئولینو سره دي شریک کړې ترڅو یې په عملي کیدو اقدام وکړی او له منځه یې یوسي. خو د پاکستان واکمنان تر دي مهاله نه دي توانیدلي چې د لګول شویو تورونو په هکله دقیق اسناد او شواهد وړاندي کړي. د پاکستان سرپرست لومړي وزیر او د بهرنیو چارو ویانده باید د یوه ملک د مسئول په توګه دیپلوماتیکی خبری وکړي نه دا چې د یوه عادي سړی په توګه هر ډول تورونه چې یې زړه وي ولګوي.
پاکستان نه یوازی د پاکستاني طالبانو پلمه ییزی څرګندونی کوي بلکې د مناسباتو د خرابولی له پاره د هر ډول هلو ځلو څخه ډډه نه کوي.
همدا اوس د لاس لیک شویو هوکړه لیکونو څخه د سر غړونی له امله د افغان سوداګرو په زرګونه کانتینر چې بېلابېل توکي پکی بار دی د کراچي په بندر کې بنډ پاتی کیدو له امله افغان سوداګرو ته څومره زیان اوښتی دا هغه څه دي چې پاکستاني چارواکې د افغانانو له پاره ستونزې لټوي او د اړیکو د خړپړتیا لامل ګړځي.
خو اسلامي امارت بیا هم د زغم څخه کار اخلي او د ګاونډیانو سره د ښه صولوک او دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دي ښه به وي چې زموږ ګاونډیان په خپلو کړو وړوله سره غور وکړی ځکه اسلامي امارت د سیمی د هېوادو له پاره د یوه سوله ییز هېواد په توګه سراسري او همیشنی سوله رامنځ ته کړی او هیڅ بلوسګر ته د دی اجازه نه ورکوي چې د سیمي امنیت د ګواښ او ویري اچوني سره مخامخ کړي. ګاونډیانو ته به جوته شوي وي چې اسلامي امارت د امنیت د تأمین ترڅنګ د مخدرو توکو کرکېله له منځه وړي او د قاچاق مخه یې نیولی چې د دي وړاندې هیڅ واکمن په دي نه ؤ توانیدلي چې د مخدرو توکو د ننه د کرکیلی مخه ونیسي. همدا اوس په نړیواله کچه ډېر هېوادونه په دي پوهیدلي، اسلامي امارت د دي جوګه شوی چې مخدرو توکو مخه ونیسی او سراسري امنیت رامنځ ته کړي.

لیکنه: متین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button