Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د سيمې او نړۍ ټېکاو د افغانستان پر ثبات تړلی!

د افغانستان جيوپولوتيک موقعيت او اهميت ته په کتو د سيمې او نړۍ ثبات د افغانستان پر ثبات او ټيکاو پورې تړلی او په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان په تړاو داسې نړيواله اجماع رامنځ ته شوې،چې هېڅ هېواد نه غواړي د افغانستان امنيت او ټيکاو ته زيان ورسېږي، ځکه نړۍ موږ ته اړتيا لري او موږ هم نړۍ ته له نړۍ ډېره اړتيا لرو، سره له دې چې په دا دوو کلونو کې ډېری هېوادونه د افغانستان له اسلامي امارت سره ښې ډيپلوماتيکې اړيکې لري،له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تعامل لري، مرستې کوي،خو له دې سره سره بيا هم تر اوسه پورې هېڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت پر رسميت نه دی پېژندلی او تر اوسه هېڅ هېواد دې ته نه دی حاضر شوی، چې له حکومت سره د خپلو رسمي اړيکو ټينګښت اعلام کړي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د رسميت پېژندنې ټول معيارونه پوره کړي او په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه هم ورسپارل شوي او له چين او روسيې سربېره ګڼ هېوادونه او نړيوال سازمانونه په کابل کې سياسي استازولۍ لري او ډيپلوماتان يې په عادي توګه خپلې چارې پرمخ بيايي، خو مهمه داده، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د نړۍ ټولې هغه پلمې چې له حکومت سره يې د تعامل په توګه ګرځوي نورې ختمې شي او بې له کوم ځنډه يې په رسميت وپېژني!
داچې افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلور لارې کې پروت او د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی، د تاريخ له نظره يو لوی سوداګريز مرکز هم پاتې شوی، نو په همدې توگه ځينې وختونه د بېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې هم راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوې او د روسيې له يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې او نور بې شمېر مصیبتونه او کړاوونه نه وو چې افغانانو ونه زغمل. د يوولسم د سپټامبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل زموږ ټاټوبی وران او په کنډوالو بدل کړ.
افغانستان چې تېرې څه د پاسه څلوېښت کلنې جګړې له ګڼ شمېر ننګونو او چلنجونو سره مواجه کړی؛ خو دغه هېواد د اسيا په زړه کې موقعيت لري، د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا ترمنځ د ترانزيټ او وصل له ټولو ښه لاره ده، د طبيعي منابعو له درکه خورا شتمن دی او د دې ترڅنګ د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او طبيعي ده، چې د دغې جغرافيې ثبات او پرمختګ د سيمې د پرمختګ لپاره مهم دی. پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته سرتاسري ثبات رامنځته شوي، د سيمې او نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د ثبات له دوام سره مرسته وکړي، موجود حکومت دې په رسميت وپيژني، په نړيوال سټيج دې د افغانستان رښتينی او واقعي انځور وړاندې کړي او که داسې نه شي کولی، د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې خو بايد بيخي ونه کړي، خپلې ستونزې دې په خپله حل کړي او که چېرې د افغانستان په هکله اندېښنې لري، په رسنيو او نړيوالو غونډو کې د يادولو پرځای يې بايد د ډيپلوماتيکو چينلونو له لارې مخامخ له افغان حکومت سره شريکې کړي.
د افغانستان امنيت اوس د نړۍ له ډېرو هېوادونو ښه دی، هېڅ هېواد او ټولنه بايد د افغانستان خاوره او حاکم نظام د ځان لپاره ګواښ ونه ګڼي، افغانستان څلور لسيزې د جګړې قرباني هېواد دی، د جګړې ناخوالې او زيانونه له بل چا ښه درک کولی شي او هېڅکله به د مسلمانۍ او ښه ګاونډيتوب په خاطر نورو ته زيان و نه رسوي. افغانستان د نړيوالې ټولنې د يو مسئول هېواد په حيث دنده او مسؤليت لري، چې اجازه ورنه کړي، خاوره يې د نورو پر ضد وکارول شي؛ خو نور هېوادونه هم ورته مسئوليت او مکلفيت لري او هېڅ هېواد دا حق نه لري،چې د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې وکړي. څلوېښت کلنې جګړې ثابته کړه، چې د افغانستان ناامني او بې ثباتي د هېچا په ګټه نه ده، بلکې د ناامنۍ زيانونه يې ټولې نړۍ او سيمې ته خطر او ګواښ دی.
د دغو ناخوالو په پايله کې اسلامي امارت اوس د افغانستان په بيا ودانېدلو بوخت دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په پايله کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت دی، چې د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کوي، همدا اوس موږ وينو چې د افغانستان نړېدلي اقتصادي نظام په پښو درېدلی، د ميليونونو راستانه شويو مهاجرينو لپاره تدابير نيول شوي، د مخدرو توکو د کرکيلې او قاچاق مخنيوی شوی او داسې نور… هغه لاملونه دي،چې يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.
په نړيوال سټيج کې رسميت پيدا کول د دولتونو مهم لومړيتوب دی، ځکه د نړيوالو رسميت پېژندلو سره نه يوازې د دولتونو مشروعيت تړلی، بلکې د دولتونو تر منځ راکړه ورکړه، د هغوی سياسي او اقتصادي تعاملات له نړۍ سره، په کور د ننه د ولس باور جوړونې په برخه کې پرمختګونه او په لويه کې په دايمي توګه د امنيت ثبات بدلېدل ډېر زيات مهم رول لوبوي او هغه هېوادونه چې حکومت يې په رسميت وپيژندل شي، په سياسي او اقتصادي برخو کې هم لا پرمختګ کولای شي، نو پکار ده چې له دغه فرصته ګټه واخيستل شي او افغانان خپلې ګټې داسې تعريف کړي، چې د ګردې نړۍ هېوادونه زموږ پر بقا، زموږ پر استحکام او له موږ سره په ګډ کار کولو کې خپل ثبات وګوري او له افغانانو سره ګډ کار ته ملا وتړي!

لیکنه: راشد آرین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button